BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 13:13 گرينويچ 2009 ,11 جولاى
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
اردوغان: د شينجيانګ پېښې "نسل وژنه " ده
 
رجب طيب اردوغان
رجب طيب اردوغان وويل د چين په شينګجيانګ ولايت کې بې رحمانه نښتې تقريباً عام وژنه ده .
د ترکيې لومړي وزير د چين په شنګجيانګ ولايت کې قومي شخړې ، عام وژنې ته ورته وبللې .

هغه وويل د چيني هان قوم وګړو او د ترک نژاده اويغويريانو تر منځ نښتې بې رحمانه وې، او له يو ډول نسل وژنې سره پرتله کړي.

د چين حکومت وايي چې د تېرې يکشنبې په ورځ د شينګجيانګ په مرکز ارومچي کې 137 هان توکمه چينايان او 46 اويغوري مسلمانان وژل شوي او تر زرو زيات کسان ټپيان دي .

د ترکيې لومړي وزير رجب طيب اردوغان ويلي چې دغه تاوتريخوالی يو جنايت و، او د چين له حکومت يې غوښتي چې نظم او امن ټينګ کړي .

دا د ترکيې د لومړي وزير لخوا د سختې ژبې کارول دي ، چې په چين کې د ننه د دولت لخوا د عامو وګړو او قومي شخړو په وړاندې د يو عکس العمل بڼه لري .

رجب طيب اردوغان وويل د چين په شينګجيانګ ولايت کې بې رحمانه نښتې تقريباً عام وژنه ده .

هغه په ښکاره توګه وويل ايغوري مسلمانان چې ترک نژاده دي د ترکانو وروڼه دي .

.
د چين حکومت وايي چې د تېرې يکشنبې په ورځ د شينګجيانګ په مرکز ارومچي کې 137 هان توکمه چينايان او 46 اويغوري مسلمانان وژل شوي او تر زرو زيات کسان ټپيان دي .

که څه هم هغه د وروستي تاوتريخوالي د راپورته کېدو په اړه پر کومه خوا تور ونه لګاوه.

د ترکيې په زياتره جوماتونو کې دا اوونۍ د جمعې د لمانځه پر مهال اويغوريانو ته پام اړول شوی و يا هم دا جمعه ورته وقف شوې وه .

د جمعې تر لمانځه وروسته د چين پر ضد ځينې لاريونونو هم وشول. په ترکيې کې ځينې داسې غوښتنې هم شوي چې له چين سره دې سوداګريزې اړيکې بندې کړای شي، ځکه د ترکيي چارواکو په وينا چين پر بشري حقونو تېری کړی دی .

خو حکومت داسې څه ندي ترسره کړي. په عوض کې يې ترکيې پر دې زور اچولی چې په چين کې روانو حالاتو ته د مهمې نړيوالې اجنډا بڼه ورکړي .

خو لومړی وزير طيب اردغان يوه له احتياطه ډکه لار غوره کړې ده .

نوموړي څو ورځې وړاندې ويلي که د اويغوري ټولنې تبعيد شوی مشرې رابعه قادر د ترکيې د ويزې غوښتنه وکړي نو دوی به يې ورکړي. مخکې د هغې لخوا د ترکيې د ويزې غوښتنه رد شوې وه.

چينايي چارواکي پر رابعه قادر او نور اويغوريانو تور لګوي چې د شينګجيانګ په نا آراميو او بلواوو کې لاس لري. او غواړي چې له هېواد څخه بېل شي.

 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت