|
چارواکي: ٢٢ طالبان ووژل شول
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دغزني ځايي چارواکي وايي چې دغلته تېره شپه دايتلافي ځواکونو په هوايي عملياتو کې 22 طالب اورپکي وژل شوي دي.
ددغه ولايت امنيه قوماندان خيال باز شيرزي وويل چې عمليات دغزني په ګيرو ولسوالۍ په سليمانزو کلي کې شوي دي . دده په وينا په وژل شوي کسان چې ډېری يې بهرني جنګيالي عرب، چنچيايان، پاکستانيان او ازبکان دي په يوه کور کې پټ شوي و. ښاغلي شېرزي وويل چې ايتلافي ځواکونو تر دقيقو راپورونو وروسته هوايي عمليات وکړل او له طالبانو پرته پکې بل چاته زيان نه دی اوښتی . له بلې خوا په افغانستان کې مېشت ناټو ځواکونه وايي چې دسړک دغاړې ماين په چاودنه کې يې يو سرتېری مړ او څلور نور ټپيان شوي دي . دناټو ځواکونو له لوري په خپره شوې يوه وينا پاڼه کې ويل شوي چې پېښه دافغانستان په ختيځ کې رامنځته شوې ده . دغه راز ناټو ځواکونو په دوو نورو جلا جلا وينا پاڼو کې ويلي چې دوه نور سرتېري يې په سوېل کې وژل شوي دي . خو تر اوسه پورې يې هويت او هېواد نه دی په ډاګه شوی . |
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||