|
په افغانستان کې د ټاکنيز کمپاين وروستی حال
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د ولسمشرۍ د ځينو نوماندانو په پلوي نن هم د پلازمينې کابل په گډون د افغانستان په ځينو ولايتونو کې غونډې جوړې شوې دي.
په پلازمېنه کابل کې د ولسمشر حامد کرزي او عبدالله عبدالله په پلوي جلا جلا غونډې جوړې شوې وې. دغو غونډو ته په سلگونو کسان بلل شوي وو چې پکې د پوهنتونونو محصلين او د ښونځيو زده کونکي هم تر سترگو کېدل. د ښاغلي کرزي په پلوي غونډې ته له ځينو سويلي ولايتونو د راغليو ميلمنو لويه غوښتنه داوه چې په افغانستان کې امنيت ټينگ کړي او په سويلي ولايتونو کې د بيکارۍ د له منځه وړو په موخه دې بيارغونې ته ډېر پام واړوي. د کندهار ولايت يوه اوسيدونکي اسدالله بي بي سي ته وويل دوى له ښاغلي کرزي غواړي چې د بهرنيو ځواکونو د خپل سريو عملياتو مخنيوى وکړي او په هېواد کې پوهنې پراختيا ورکړي. همدارنگه د ولسمشر کرزي په ملاتړ د افغانستا په کونړ ولايت کې هم غونډه جوړه شوې وه.
د غونډې برخوالو له ښاغلي کرزي غوښتي چې په دغه ولايت کې برېښناکوټ او پوهنتون جوړ کړي او همدارنگه هغه پروژې بشپړې کړي چې اوس د دوى په وينا نيمگړې پاتې دي. خو د ولسمشرۍ د کمپاين په يوه بله ورته غونډه کې د عبدالله عبدالله په پلوي په سلگونه خلک په کابل کې را غونډ شوي وو. د غونډې برخوالو له ښاغلي عبدالله د ملاتړ لويه موخه د نظام بدلول، په سم ډول د واک وېشل او له ښاغلي عبدالله څخه د غونډې د برخوالو لويې غوښتنې دا وې چې امنيت ټينگ کړي،اساسي قانون پلى کړي او بيارغونې ته پاملرنه وکړي. د حرکت اسلامي گوند مشر سيد حسين انوري غونډې ته د وينا پرمهال وويل نوى حکومت بايد له تيرو تجربو پند واخلي. (( زه هيله منديم که په راتلونکى حکومت کې ډاکټر عبدالله او همکاران يې بريالي کېږي له ملت سره رښتوني وي او د ملت غوښتنو ته په هرې برخې کې مثبت ځواب ووايي راتلونکى حکومت بايد په دغه هېواد کې، د اساسي قانون په پلي کولو ځان مکلف وگڼي او همدارنگه امنيت ته ډېره پاملرنه وکړي چې په ټولنيزو، اقتصادي برخو کې پرمختگ راشي)) د يوه بل خبر له مخې د ولسمشرۍ څوکۍ ته کانديد عبدالله عبدالله په لومړي ځل د پکتيکا ولايت ارگون ولسوالۍ ته تللى او هلته يې يوې غونډې ته وينا کړې ده. د ښاغلي عبدالله د ټاکنيز کمپاين يوه چارواکي بي بي سي ته وويل چې غونډې ته د ارگون ولسوالۍ د اوسېدونکو په گډون د شاوخوا سيمو گڼ شمېر خلک راغلي وو. دغه ولسوالۍ له شمالي وزيرستان سره گډه پوله لري او کله ناکله ترې د ناامنيو او جنگ جگړو خبرونه رارسېږي. هاخوا د هرات ولايت په تورغنډۍ ښارگوټي کې بيا د ولسمشرۍ کانديد سيد کريم جلال په پلوي يوه غونډه جوړه شوې وه. د سيمې ځينو اوسېدونکو ښاغلى جلال د کلتوري او ديني ارزښتونو په خوندي ساتلو کې مناسب کس باله او ويل چې په راتلونکو ټاکنو کې به ورته رايه ورکوي. په افغانستان کې ولسمشرۍ ټاکنو ته ٤١ کسانو ځانونه نومولي دي. د دغو کانديدانو رسمي کمپاين شاوخوا دری اوونۍ وړاندې پيل شوى چې نژدې يوه نيمه مياشت به نور هم روان وي. په پام کې ده چې په افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراگانو ټاکنې د زمري د مياشتې په ٢٩ نېټه تر سره شي. |
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||