|
کريکټ: د ځوانانو لوبډلې ته دغوراوي سيالۍ
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د ١٩ کلنو کريکټ لوبغاړو ملي لوبډلې ته د غوراوي سيالۍ په کابل کې پيل شوې دي .
د افغانستان د کريکټ بورډ چارواکو بي بي سي ته وويل چې سر له جمعې څخه يې د درو ورځو لپاره په لسگونو ځوانان ورغوښتي چې ويې ازمويي . غوره شوې ١٥ کسيزه لوبډله به د سپټمبر په مياشت کې په کاناډا کې د ٢٠١٠ کال د ١٩ کلنو لوبغاړو د کريکټ نړيوالو اتلوليو د غوراوي په لوبو کې گډون کوي . د تنکيو لوبغاړو ازموينه د ملي لوبډلې د ځينو تجربه لرونکو لوبغاړو په شته والي کې د کريکټ بورډ يو کمېسيون پر مخ بيايي . د افغانستان د کريکټ بورډ يوه لوړ پوړي چارواکي سيد شاه ، بي بي سي ته وويل په دغه ازمويښتي پړاو کې د هېواد له لر و بره شاوخوا دوه سوه ځوانانو برخه اخيستې ده . د ښاغلي سيدشاه په ويناپه لومړي پړاو کې د دغو لسگونو ځوانانو له ډلې څخه دېرش تنه غوره کېږي چې بيا به د دوى له ډلې ملي لوبډله غوره کېږي . د افغانستان د ١٩ کلونو لوبغاړو ملي لوبډلې دوه مياشتې وړاندې په کويټ کې د اسيا له لويې وچې د غوراوي وروستي پړاو ته په ترسره شوو لوبو کې دويم مقام وگاټه . د سپټمبر په مياشت کې به د نړۍ له ټولو لويو وچو غوره شوې لوبډلې په کاناډا کې سيالي کوي چې نيمه پايلوبو ته رسيدونکې څلور لوبډلې به ورڅخه نړيوالو اتلوليو ته لار ومومي . |
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||