د پروگرام وړاندى کوونکى ولي عبدالله
|
 |
 |
|
| اوومه سټوډيود جمعې په ماښامنۍ خپرونه کې خپريږي |
ددې اوونۍ د اوومې سټوډيو ميلمه سندرغاړى مصطفى ملکزى دى.
مصطفى ملکزى په خټه د لغمان ولايت او ١٩٨٩ کال کې په کابل کې زيږيدلى د خپلې کورنۍ د تشويق پر اساس يې پنڅه کاله دمخه په سندرو
ويلو پيل کړى چې په پښتو او درى سندرې وايي.
مصطفى ملکزى په هالينډ کې ژوند کوي او ( د هبي اوس خول ) پوهنتون کې د دريم کال محصل دى.
مصطفى ملکزى په پښتو، درى، هالينډي او اردو ژبو خبرې کولائ شي او دا اوونۍ به په اوومه سټوډيو کې د هنر د مينه والو پښتنو ته
ځوابونه ووايي.
که له سندرغاړي مصطفى ملکزي نه پوښتنې لرئ نو له وړاندې يى په دې پته راواستوى: Pashto@bbc.co.uk
دخپرونې پرمهال اوومې سټوډيوته مخامخ پدې شميره تيليفون وکړى. ٠٠٤٤٨٣٦٠٣٣١
او د SMS له لارې هم خپله د تيلفون شميره او ليکلي پيامونه راليږلي شۍ. د SMS شميره ده: 00447786208888
|