|
په هلمند کې دبريتانوي پوځ زيانونه
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په هلمند ولايت کې ديوې اونۍ په اوږدو کې اوه بريتانوي سرتېري وژل شوي دي.
دا د هغې قربانۍ اندازه څرګندوي چې بريتانوي ځواکونه يې په افغانستان کې ورکوي. وروستی سرتېری تېره ورځ دغلته په يوه چاودنه کې ووژل شو. د بريتانيا د دفاع وزير (باب اينسوورت) وويل نور بريتانويان به هم په افغانستان کې ومري، خو ده ټينګار وکړ د بريتانوي ځواکونو لپاره هلته د پاتې کېدو لازموونکي لاملونه دي، او دوی اوس پرمختګ کوي. د اوو سرتېريو شپږ تنه يې په هلمند کې (پړانګ منګولو) په نامه روانو عملياتو کې ووژل شول. د بي بی سي خبريال (يان پانېل) د (لايټ ډراګون) په نامه کنډک سره دی، چې وروستی مړ شوی سرتېری د دوی و، او د طالبانو پر ضد جګړې له ځايه پخپل راپور کې ليکي : د (اې کمپنۍ 2 مېرسيان) سرتېري د خاورين دېوال تر شا پټ شول، په داسې حال کې چې جنګي الوتکې د جګړې له پاسه الوتنه کوي. د پنځو ورځو لپاره موږ د بريتانوي ځواکونو پرمختګ څارو، د پړانګ منګولې عمليات له دريو اونيو راهيسې روان دي، او په جګړه کې ډېر ورو خو ثابت پرمختګ کېږي. نژدې هره ورځ چې ځواکونه د شپې مهال له خپلو اډو ووځي، په يو څو دقيقو کې د طالب جنګياليو له خوا بريد پرې کېږي. هر ځل دوی په ژورو ځايونو او ويالو او يا هم د دېوالونو تر شا پټېږي. دا لا څرګنده نه ده چې په دغه سيمه کې څومره اورپکي دي. استخباراتي معلومات څرګندوي چې ډېری افغان جنګيالي وتلي او له پاکستان، منځنۍ اسيا او منځني ختيځ سيمو توندلاري جنګيالي يې تر شا پرې ايښي دي. کله چې ځواکونه د ډزو او بريد د سرچينې ځای وپېژني، نو قوماندان د اپاچي جنګي څرخۍ هوايي مرستې غوښتنه کوي. په سل ګونو ځواکونه اوس د هلمند مرکزي برخې ته تللي دي. د دوی دنده له سيمو نه د اورپکيو ايستل او په راتلونکي اګست کې د ولسمشرۍ ټاکنو ته په سيمه کې د امنيت خوندي کول دي. خو په سل ګونو خلک د جګړې له سيمې وتلي دي، نو بېرته خپلو کورونو ته په ستنېدو او د حکومت په ملاتړ د دوی هڅول به يو ستونزمن کار وي. دافغانستان د دې برخې وګړي هېڅکله کابل ته ځواب نه دی ويلی. تر ټولو ستر خطر په کورونو کې له جوړو شويو بمونو او ماينونو دی، چې په سړکونو او يا دېوالونو کې ځای پر ځای کېږي، نژدې 90 يې په دې وروستيو ورځو کې موندل شوی دي. دغه چاودېدونکي توکي د بريتانويانود مرګ ژوبلې ستر لامل دی او تېره اوونۍ يې پنځه سرتېري ووژل. ډګرمن ګاسفېر وايي د دغو مرګونو او څه د پاسه 50 ژبلو اغېز ژور دی: ((دا ستړی کوونکی دی، خو موږ ورته چمتو يوو، په ډېره ښه توګه ورته چمتو يوو، اوس مهال روحيات ډېر لوړ دي او هوډ پياوړی دی، زه دا خبره په زړورتيا کوم، خو له هرې مرګ ژوبلې سره زموږ هوډ لوړېږي.)) اورپکيو دا خبره پخه کړې چې د بريتانوي ځواکونو لپاره يو بل اوړی هم له وينې تويونې ډک وي، د ځواکونو د پياوړتيا چارې بايد لا له وړاندې شوې وی. د جګړې په وړاندې لا څو اوونۍ وخت نور هم شته، او بيا بايد بريتانويان د يو داسې څه ترلاسه کولو هڅه وکړي ډېری افغانان هېڅکله ورسره اشنا نه دي، او هغه هم سوله ده. |
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||