|
امريکا او ترکيې له وردګو سره د مرستې ژمنه وکړه
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په افغانستان کې د امريکا او ترکيې سفيران ميدان وردګو ولايت ته تللي دي .
دغو سفيرانو له نوموړي ولايت سره په بېلابېلو برخو کې د څه باندې پنځوس ميليونه ډالرو مرستې ژمنې کړې دي . د ميدان وردګو والي محمدحليم فدايي وايي چې امريکايي سفير ايکنبيري ورته ډاډه ورکړی چې ميدان وردګ ولايت د دوی په لومړيتوبونو کې دی . چارواکي وايي سفيرانو ورسره د ټاکنو د ښه تر سره کېدو په موخه د مرستې ژمنې کړې دي . په ميدان وردګو ولايت کې د شاوخوا يونيم زر امريکايي سرتېرو له ځای پر ځای کېدلو وروسته دا لومړی ځل دی چې د امريکا سفير دغه ولايت ته سفر کوي . دغه ولايت په دې وروستيو کې نا ارام ښوول کېږي او له همدې امله دولسمشر بارک اوباما د ستراتيژي له مخې افغانستان ته د نويو امريکايي سرتېرو د لومړيو جوپو يوه برخه هم همدلته ځای پر ځای شوه .
د ميدان وردګ والي محمد حليم فدايي وايي دواړو سفيرانو د خپلو هېوادونو له لوري د څه باندې پنځوس ميليونه ډالرو مرستې ژمنې وکړې :
ترکيې ١٥ ميليون ډالر لګولي
(( په ميدان وردګو ولايت کې د ترکيې د بيارغاونې ډله تقريباً په درو کلونو کې ١٥ ميليون ډلر لګولي، چې د سږني ٢٠٠٩ کال لپاره ٦٥ پروژې، چې نژدې شل ميليون ډالر لګښت پرې راځي، چې په دې کې به د سړکونو جوړول، کرنه او حکومتداري شامل وي، چې کار به يې ډېر ژر پيل شي . )) ده وويل چې د امريکا سفير ورته ويلي چې ميدان وردګ ولايت د دوی په لومړيتوبونو کې دی او هڅه کوي چې د خلکو ستونزې يې هواري کړي . په دې وروستيو کې له تاوتريخوالي سره د مبارزې په موخه په ميدان وردګو ولايت کې د عامه ساتنې په نوم يو نوی پوليسي ځواک جوړ شوی دی . د ښاغلي فدايي په وينا دغه ځواک د امنيت په ټينګولو کې ډېر اغېزمن دی او د امريکا سفير له دغو پوليسو سره د کتنې پر مهال ويلي چې دغه پروګرام بايد نورو سيمو ته هم وغځول شي . ها خوا بيا په افغانستان کې د بريتانيا او فرانسې سفيرانو سوېلي نا ارام ولايت هلمند ته سفر کړي دی چې دا مهال هم پکې د خنجر په نامه د مخالفينو پر ضد د بهرنيو او افغان ځواکونو ګډ پوځي عمليات روان دي . دغو سفيرانو له سيمه ييزو چارواکو سره ژمنې کړې چې هېوادونه به يې په دغه ولايت کې د ټاکنو د ښه تر سره کېدو لپاره هلې ځلې او مرسته وکړي . |
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||