|
د موسی کلا په هديره کې نښته شوې
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په موسى کلا ولسوالۍ تېره ورځ په يوه هديره کې د افغان پوليسو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه شوې چې دواړو لورو ته درنه مرګ
ژوبله او ښتې ده .
د موسى كلا ولسوال ملاعبدالسلام د دوشنبې په ورځ وويل چې نښته وروسته له هغه رامنځ ته شوه كله چې دوى د خپل وژل شوي زوى عبدالغفار جنازه چې د يكشنبې په شپه د شاكاريز په سيمه كې د ځمكني ماين د چاودنې له امله وژل شوى و خاورو ته وسپارله . د ده په وينا، د ده له زوى سره د ماين په چاودنه كې څلورپوليس هم ټپيان شوي وو او د هديرې پرسر په نښته كې شپږ تنه وسلوال طالبان او څلورتنه پوليس وژل شوي او د دې ترڅنگ څلور تنه وسلوال طالبان ټپيان شوي دي . ملا سلام وايي چې زوى يې په شاكاريز سيمه كې د هغه سلو تنو پوليسو مشري كوله چې په دې وروستيوكې د كورنيو چارووزارت له لوري د امنيت د ټينگښت په موخه يادې سيمې ته استولي وو. نوموړی وايي چې په موسى كلاولسوالۍ كې امنيتي حالت ښه نه دى او د ولسوالۍ په نژدې سيموكې وژنې کېږ چې لامل يې نه څرگنديږي او دوى په ولسوالۍ کې دا مهال كافي مامورين هم نه لري چې ورځنۍ اداري چارې پرمخ بوځي . د دې نښتوپه اړه لاتر دې مهاله وسلوالو طالبانوڅه نه دي ويلي . د موسى كلاولسوالي شاوخوا دوه كاله وړاندې د دولت او نړيوالوځواكونو له لوري د عملياتو په ترڅ كې ونيول شوه خو اوسېدونكي لا هم له امنيتي ستونزو سر ټكوي . بل خوا تېره شپه د نادعلي ولسوالۍ په خوشحال کلي کې پر يو کور د غټى ګولۍ د لګېدو له امله د ځايي خلکو په وينا تر دېرش زياتو کسانو ته مرګ ژبله اوښتې . دغه پيښه تېره شپه د دوو بجو پرشاوخوا رامنځته شوې، خو په هلمند کى چارواکي د دېرشو د مرګ ژوبلي خبره نه مني خو پېښه تائيدوي . د هلمند د والي وياند داؤد احمدي بي بي سي ته وويل چى دا لا څرګنده نه ده چې دغه بريد توغندوي بريد دي که د نړيوالو ځواکونو د جنګي الوتکو له لوري ورباندې بم غورځېدلی . نوموړي وويل چى په دغه پېښه کې څلور ولسي کسان وژل شوي او څلور ژوبل شوي چې په ژوبل شويو کې درې ماشومان هم دي . |
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||