BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 14:38 گرينويچ 2009 ,06 جولاى
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
م . م: افغان دولت ته د لګښتونو حساب ورکړئ
 

 
 
د ملګرو ملتونو نښان
ملگري ملتونه وايي نړيواله ټولنه چې د افغانستان له بوديجې نه بهر کومي مرستې کوي په درېيو کې يو ډالر يې له حساب کتاب پرته لگول کېږي .
ملگرو ملتونو په افغانستان کې له شمېر بهرنيو مرستندويه بنسټونو نه ماليې وزارت ته د خپلو مالي لگښتنو د حساب ورکولو غوښتنه کړې ده .

د دغه سازمان چارواکي وايي چې د افغانستان له بوديجې نه بهر له دريو برخو مرستو نه يوه برخه يې د بهرنيو بنسټونو له خوا پرته له حسابه لگول کېږي .

ملگرو ملتونو د افغانستان له حکومته غوښتنه وکړه چې د دغو بنسټونو پېژندلگوي وکړي .

ملگري ملتونه وايي نړيواله ټولنه چې د افغانستان له بوديجې نه بهر کومي مرستې کوي په درېيو کې يو ډالر يې له حساب کتاب پرته لگول کېږي .

په پراختيا يي چارو کې د ملگرو متلونو د ځانگړي استازي سلاکار مارک وارډ يوې خبري غونډې ته وويل بهرني بنسټونه د خپلو لگښونو په برخه کې د افغانستان ماليې وزارت ته راپور نه ورکوي .

افغانستان
په تېرو ٧ کلونو کې له افغانستان سره ميلياردونو ډالره مرسته شوې ده چې گڼ افغانان يې د لگښت له اړخه اندېښنې لري .

ښاغلي وارډ دغه راز کړنه له شرمه ډکه وگڼله او له افغان حکومته يې غوښتنه وکړه چې د دغه راز ادارو پيژندگلوي وکړي :

(( يوشمېر هېوادونه حکومت ته دا هم نه وايي چې په افغانستان کې څومره پيسې مصرفوي. د اټکل له مخې د افغانستان له بوديجې بهر چې مرستندوى بنسټونه کومې پيسې لگوي آن هغه مرکز ته يې هم راپور نه ورکوي چې د مرستندويه هيوادونو له خوا د افغانستان په ماليې وزارت کې جوړ شوى دى . ))

ښاغلي وارډ زياته کړه چې نړيواله ټولنه بايد خپلې مرستې د افغان حکومت له نويو وړاندې شويو پر وگرامونو سره همغږي کړي چې د حکومت بيړنۍ پروژې تمويل کړي .

سره له دې چې تر دې مخکې په پرلپسې ډول د نړيوالو مرستندويو هېوادونو د مرستو د بې ځايه لگښتونو په اړه نيوکې شوې دي خو دا لومړى ځل دى چې د ملگرو ملتونو يو جگپوړى چارواکى په دې اړه د خپلو انديښنو څرگندونه کوي .

تر دې مخکې افغان حکومت هم په پرلپسې ډول له نړيوالې ټولنې غوښتنه کړې وه چې د شفافيت د رامنځته کولو په موخه خپلې مرستې د افغان حکومت له لا رې ولگوي .

په تېرو ٧ کلونو کې له افغانستان سره ميلياردونو ډالره مرسته شوې ده چې گڼ افغانان يې د لگښت له اړخه اندېښنې لري .

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت