|
هلمند کې ٢ برتانوي پوځيان وژل شوي
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د برتانيا د دفاع وزارت د افغانستان په سوېل کې د دوو نورو برتانوي سرتېرو د وژلو خبر ورکړى دى .
په لندن کې د دفاع وزارت وايي دغه دوه سرتېري يې د هلمند د گرشک په ولسوالۍ کې په جلا جلا بريدونو کې وژل شوي دي . وزارت زياتوي سرتېري يې د توغندي او ماين په چاودنو کې وژل شوي دي . دفاع وزارت زياتوي چې دغه سرتېري يې تېره ورځ وژل شوي او د دوی کورنۍ يې د هغوی پر وژل کېدو خبرې کړې دي . له 2001 کال راپدېخوا په هلمند ولايت کې د وژل شويو برتانوي سرتېرو شمېر 173 ته رسېږي . له څو ورځو راهيسې په هلمند تر 700 ډېر برتانوي پوځيان اوسمهال له طالبانو سره په جګړې بوخت دي. په دغو عملياتو کې نژدې 4000 امريکايي سرتېرو هم شرکت کړی دی . په افغانستان کې د ايساف ځواکونو يوه تن وياند جنرال اريک ټريمبلي هم په هلمند کې د دوو برتانوي سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړی دی . هلمند اوس هغه سيمه ده چې د طالبانو پر وړاندې په کي د امريکايي ، برتانوي او افغان ځواکونو لوى عمليات روان دي . |
ورسره تړلي نور خبرونه
هلمند کې دوه برتانوي پوځيان وژل شوي31 مۍ, 2009 | خبرونه
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||