|
ايران کې د نشه يې توکو په تور ٢٠ تنه اعدام شول
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د ايران يوه خبري اژانس ويلي چې د پلازمېنې تهران په لوېديځ د کرج په زندان کې شل تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تور اعدام شوي
دي .
د ايران نيمه دولتي خبري اژانس ويلي چې د تهران په يوه زندان کې شل تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تور اعدام شوي دي . ويل کېږي چې دغه کسان د مخدره موادو په ساتلو، رانيولو، پلورلو او لېږد کې لاس درلود . د فارس خبري اژانس وايي د اعدام شويو کسانو عمرونه د ٣٥ او ٤٨ کلونو ترمنځ وو، د تېرې شنبې په سهار په دار راوځړول شول . داسې ويل شوي چې له دغو کسانو څخه د هيرويينو، کوکايينو او ترياکو په ګډون ٧٠٠ کيلوګرامو ډېر مخدره توکي نيول شوي دي . دغه مواد له ٢٠٠٤ کال څخه تر ٢٠٠٨ کال پورې نيول شوي وو . دا هم ويل شوي چې د ايران د سترې محکمې له خوا د دغو کسانو د بخښلو غوښتنه رد شوې وه . د بشري حقونو ډلې ايران تورن کړی، چې له حده زياته د اعدام سزا کاروي، خو ايران وايي چې د مخدره توکو د قاچاق د مخنيوي لپاره دا يوازېنی غوره لار ده . دا مهال په نړۍ د ترياکو ډېره برخه په افغانستان کې توليدېږي، چې ډېره برخه يې د ايران له لارې نورو هېوادونو ته لېږدول کېږي او په خپله په ايران کې هم مصرفېږي . د ځينو رپوټونو له مخې، په ايران کې يو ميليون او دوه سوه زره کسان په مخدره توکو روږدي دي، چې ٣٣٪ کسان يې ترياک کاروي . ايراني پوليس وايي چې په افغانستان کې د مخدره توکو توليد ډېر شوی او په ٢٠٠٨ کال کې ٧٧٠٠ ټنو ته رسېده . بل خوا په افغانستان کې د نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړې عدلي او قضايي قوه وايي چې د روان کال په لومړيو درو مياشتو کې يې نژدې ١٢٠ تنه د نشه يي توکو په قاچاق کې د لاس لرلو په تور په بند محکوم کړي دي . چارواکو ويلي چې په نيول شويو کې اته حکومتي کارکوونکي، درې ښځې او دوه تنه بهرنيان شامل دي . خو په افغانستان کې د ځانګړې قوې چارواکي وايي هغه کسان، چې له دوو کيلو هيرويينو او يا هم لس کيلو ګرامه ترياکو سره ونيول شي، لږ ترلږه په اووه کاله بند او ٧٠٠ زره افغانيو نغدي جريمې محکومېږي . |
ورسره تړلي نور خبرونه
ايران د زاهدان چاودنې تورن په دار وځړول30 مۍ, 2009 | خبرونه
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||