|
ناامنيو پر پراختيايي پروژو ناوړه اغېز کړی دی
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د کليو او پراختيا وزارت وايي په تېرو درو مياشتو کې يې په ټول هېواد کې تر ٣٥٠٠ ډېرې پراختيايي پروژې پيل کړې دي
.
د دغه وزارت چارواکي وايي د دغو پروګروامونو په پلي کېدو سره لسګونو زرو کسانو ته د موقتو کارونو زمينه برابره شوې ده او په وينا يي له دغو پرګرامونو څخه تر يو ميليون ډېر کسان ګټه اخستلای شي . خو بل خوا د ځينو ولايتونو او ولسواليو اوسېدونکي شکايت لري چې د کليو د پراختيا وزارت او ملي پيوستون پروګرامونه د دوی په سيمو کې سم نه دي پلي شوي او اړتياوې يې نه دي ورپوره کړې . د کليو د پراختيا وزير وايي په دغو پروژو کې چې په تېرو درو مياشتو کې د کليو د پراختيا وزارت لخوا پيل شوې، د څښلو د اوبو منابع ، د اوبو رسولو شبکې ، د برېښنا کوچني بندونه او د سړکونو جوړول شامل دي . محمد احسان ضياء وايي د دغو پروژو کار د روان کال د لومړۍ ربعې په ترڅ کې پيل شوی او تر شپږو مياشتو پورې به ګټې اخستنې ته چمتو شي .
ښاغلی ضياء وايي په ځينو ولايتونو کې نا امني د دوی د کار پر وړاندې خنډ ګرځي : (( امنيتي ستونزې چې تر ډېره د پروژو د پلي کېدو مخته خنډ ګرځي په هلمند، زابل او فراه ولايتونو کې دي . په دغو ولايتونو کې د نورو ځايونو په پرتله زموږ کارونه ځنډېږي .)) ښاغلی ضياء خوست، دايکندي او نورستان هغه ولايتونه بولي چې په وينا يې هلته د دوی ونه د لارو د خرابوالي له کبله په ځنډ پر مخ ځي . د کليو د پراختيا وزير دغه څرګندونې داسې مهال کړې چې د غزني ولايت اوسېدونکي وايي سره له دې چې د دوی په سيمه کې امنيت هم شته، خو په وينا يې دوی ته د بيارغونې په برخه کې د پام وړ کارونه نه دي شوي . دغه راز يو شمېر نور بيا د ملي پيوستون د پروګرام د کار له کيفيته نا راضه دي .
که څه هم د کليو د پراختيا وزارت چارواکي وايي د ملي پيوستون پروګرامونه په ولسواليو او کليو کې د شوراګانو په مشوره او د خلکو د اړتياوو له مخې تر سره کېږي خو خلک وايي تر ډېره دغه پروګرامونه له دوی سره نه شريکېږي بلکې د کليو د ملکانو په خوښه تر سره کېږي . خلک په دغو پروژو کې د درغليو شتون ته ګوته نيسي او وايي دولت بايد دغو ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي . د كليو د پراختيا وزارت د پروژو په چاروكې له درغليو سترګې نه پټوي، خو وايي چې دوى د پروژوكارونه د يوه كمېسيون له لارې څاري او ډېره هڅه كوي چې د درغليو مخه په كې ونيسي او سرغړوونكي د قانون منګلو ته وسپاري . د ملي پيوستون پروګرام له ٢٠٠٣ کال راهيسې د افغانستان په ولايتونو زرګونه سيمه ييزې شوراګانې جوړې کړې او د هغو پر مټ پرمختيايي پروژې پر مخ وړي . |
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||