|
د پاکستاني اورپکو او قبايلو ترمنځ نښته شوې
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
پاکستاني چارواکو اعلان کړی، چې په مومندو قبايلي سيمه کې د پاکستاني وسله والو طالبانو او حکومت پلوه قامي مشرانو ترمنځ په نښته
کې لږ ترلږه شپاړس تنه وژل شوي دي .
په وژل شويو کې 12 تنه د قبايلو سړي او څلور وسله وال طالبان دي . د مومندو ايجنسي افغانستان سره ګډه پوله لري، چې د پاکستان د دولت چندانې قانون په کې نه چلېږي . دا په تېرو څو مياشتو کې لومړی ځل دی، چې د طالبانو او قامي خلکو ترمنځ نښته کېږي . وړاندې هم د پاکستان پوځ قامي خلکو ته خبرداری ورکړی و، چې سيمې ته د طالبانو د ورتګ مخه ونيسي . له قبايلي خلکو سره د وسله والو طالبانو اړيکي هله خړ پړ شول، چې د قبايلي مشرانو جرګې وسله والو ته له سيمې د وتلو خپله پرېکړه واوروله . د پاکستان پوځ له څه مودې راپدېخوا په جنوبي وزيرستان کې د اورپکو پرضد عمليات پيل کړي، چې په راتلونکې کې يې د تيزولو تابيا هم لري . د امريکا او پاکستان چارواکي اندېښنه لري، چې د القاعده او طالبانو مشران په قبايلي سيمو، په ځانګړې توګه په غرنيو هغو کې پټنځايونه لري . بل خوا پاکستاني طالبانو د هغې پوځي الوتکې د راغورځولو ادعا کړې، چې په کې 26 پاکستاني پوځيان ووژل شول . په سيمه کې د طالبانو يوه تن وياند رسنيو ته ويلي چې دغه الوتکه يې په وزيرستان کې د روانو عملياتو د غچ اخيستلو په بدل کې راغورځولې ده . خو وړاندې د پوځ وياند ويلي وه چې الوتکه يې د تخنيکي ستونزو له امله رالوېدلې ده . جنرال اطهر عباس ويلي وو، چې د ايم ای 17 ډوله الوتکه له پېښور ښاره شاوخوا شل کيلومتره لريري د اورکزو قبايلي سيمه کې، چې ډېری يې پښتانه دي، د تخنيکي نيمګړتياوو له امله راپرېوتې ده . |
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||