|
د الوتکې رالوېدو ٢٦ پاکستاني پوځيان ووژل
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د پاکستان په قبايلي سيمه اورکزو ايجنسۍ کې د يوې پاکستانۍ چورلکې د رالوېدو له امله ٢٦ تنه امنيتي کسان وژل شوي دي .
د دغې الوتکې تر رالوېدو وروسته د مخالفو وسله والو او پوځيانو تر منځ نښتې شوې دي . پوځيان وايي داسې ښکاري چې هغه الوتکې د تخنيکي ستونزو له امله راغورځېدلې ده . په اسلام آباد کې د بي بي سي خبريال وايي دا پېښه داسې مهال رامنځ ته شوې چې پوځ د پاکستان په شمال لوېديځ کې د وسله والو پاکستاني طالبانو پر ضد جګړې ته تياري نيسي . د پاکستان د پوځ وياند جنرال اطهرعباس وويل ايم اي 17 ډوله څرخي الوتکه له افغان پولې سره نژدې له قبايلي سيمې څخه د پېښور يوه سيمه ييز ښارګوټي ته پر لار وه، چې پيلوټ يې د خطر يو زنګ ورکړ .
جنرال عباس وايي چې دغه څرخي الوتکه د دوښمن په سيمه کې راغورځېدلې ده، چې هلته د مخالفو وسله والو له خوا ډزې او نښته هم شوې، او دوی يې د خپلو پوځيانو لپاره ملاتړي ورولېږل . ښاغلی اطهرعباس وايي چې هلته کوم ژوندی کس نه دی ليدل شوی . دا پېښه په داسې حال کې شوې، چې د پاکستان پوځ له شاوخوا دوو مياشتو راپدېخوا د وسله والو پرضد عمليات پيل کړي دي . دغه سيمه له جغرافيوي پلوه يوه سخته سيمه ده، چې د قبايلي سيمې کمربند او د طالبانو سنګر ګڼل کېږي . |
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||