|
هلمند کې د 'پړانګ خپړې' عمليات روان دي
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د دغو پراخو عملياتو په پيل کې ډنمارکي ټانکونو د طالبانو پر موچلو ډزې وکړې او بيا ورو ورو د مارجې په لور وخوځېدل د ډنمارکي
سرتېرو شمېره ٧٠٠ ته رسېږي او دغو عملياتو ته يې د پړانگ د پنجې نوم ورکړى دى ددغو عملياتو موخه هغو سميو ته د حکومت واکمني غځول
دي چې دا مهال د طالبانو په لاس کې دي .
سربيره پر دې، د جمعې پر ورځ امريکايي سمندري ځواکونه د طالبانو د واکمنۍ د سيمو زړه ته ننوتل، او د هغوى اکمالاتي لارې يې پرې کړې، څلور زرو امريکايي او په سلگونو افغان ځواکونه د پرمختگ پر مهال د طالبانو له کمزوري مقاومت سره مخامخ شول . د راپورونو له مخه امريکايي او افغان ځواکونه د شوبلو او جنگي لوتکو په مټ په چټکۍ سره مخ په وړاندې روان دي . تر اوسه داسې کره راپورونه نه دي خپاره شوي چې په دغو جگړو کې وسلوالو طالبانو ته په کومه کچه مرگ ژوبله اوښتي ده، خو د يوه امريکايي سمندري سرتيري د وژل کېدو او د گڼو نورو د ټپي کېدو خبرونه خپاره شوي دي . امريکايي ځواکونو د پنجشنبې پر مازيگر د خانشين د ولسوالۍ د نيولو خبر ورکړ خو پرون د جمعې پر ورځ امريکايي او افغان سرتېري د ناوې او گرمسير ولسواليو مرکزونو ته ځانونه ورسول .
سيمه ييز خلک وايي امريکايان په داسې شوبلو کې ورغلي دي چې نه پر لښتيو ايساريږي او نه پر ونو . دغه عمليات چې د خنجر په نامه نومول شوي موخه يې تر ولسمشريزو ټاکنو مخکې د هغو ولسواليو نيول او ساتل دي چې تر اوسه په کې طالبان واکمن وو . د پولې پاکستانۍ خوا ته هم پرون امريکايانو په شمالي وزيرستان کې د مشکوکو اورپکو پر پټنځيونو د بې پيلوټه الوتکو څخه توغوندي ويشتي او تر لسو ډېر اورپکي يې وژلي دي . همداراز دپاکستان د پوځ چارواکي وايي چې له هلمند سره پر پوله يې خپل گڼ شمېر پوځونه ځاى پر ځاى کړي دي چې طالبان له هلمنده تېښته ونه کړي . هلمند د پاکستان له بلوچستان ايالت سره نژدې ٢٦٠ کيلومتره اوږده ګډه پوله لري . د خنجر په نامه عمليات د ٢٠٠١ کال راهيسې تر ټولو ستر عمليات دي . |
ورسره تړلي نور خبرونه
په هلمند کې پوځي عمليات روان دي 03 جولاى, 2009 | خبرونه
خانشين ولسوالۍ ونيول شوه02 جولاى, 2009 | خبرونه
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||