BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 07:52 گرينويچ 2009 ,03 جولاى
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
په سوېلي وزيرستان کې ١٠ طالبان ووژل شول
 

 
 
وزيرستان کې د امريکا د بې پيلوټه الوتکې بريد (پخوانی عکس)
امريکايي ځواکونو له تېرې اګست مياشتې راپدېخوا په دغې سيمه کې 35 هوايي بريدونه کړي دي چې شاوخوا 340 تنه يې وژلي دي .
د پاکستان استخباراتي چارواکي وايي د توغنديو په يوه بريد کې ددې هېواد په شمال لوېديز کې لږ تر لږه ١٠ طالبان وژل شوي او ٧ نور يې ټپيان دي .

د پاکستان يوه چارواکي چې د نوم له اخيستلو يې ډډه کوله وويل دوی وايي ګمان کوي توغندي به امريکايي ځواکونو را توغولي وي .

چارواکي وايې توغنديو په سوېلي وزيرستان کې دوه مرکزونه په نښه کړي چې يو يې د طالبانو دروزنې مرکز دی.

دغه سيمه د پاکستان او افغانستان تر منځ پوله کې د قبايلي کمر بند يوه برخه بلل کېږي .

ويل کېږي چې په دغې سيمه کې د طالبانو او القاعده مشران پټ شوي دي .

امريکايي ځواکونو له تېرې اګست مياشتې راپدېخوا په دغې سيمه کې ٣٥ هوايي بريدونه کړي دي چې شاوخوا ٣٤٠ تنه يې وژلي دي .

 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت