BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 12:07 گرينويچ 2009 ,03 جولاى
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
په پکتياکې ټاکنيزې منډې ترړې
 

 
 
پکتيا
ددغه ولايت والي جمعه خان همدرد کانديدانو ته ډاډ ورکوي، چې که په هره سيمه کې دکمپاين غونډې کوي نو دوی يې امنيت ساتي .
دافغانستان په سوېل ختيز ولايت پكتيا کې هم دا مهال دولسمشريزو او ولايتي شوراګانو دټاکنو لپاره منډې ترړې تودې او ګړندۍ شوې دي .

په دغه ولايت کې هم دنورو ولايتونو په څيرکانديدان دمنډو ترړو پر مهال خلکو ته ډوډۍ او ان کله نا کله پيسې ورکوي .

همدا لامل دی چې يو شمېر خلک يې دکانديدانو دکمپاين غونډو ته ورمات کړي دي .

په غونډو سره بېره دپکتيا په مرکز ګردېز ښار کې دکانديدانو لوی او واړه انځورونه ځوړند شوي دي .

خودغلته ښاريان وايي چې ديو شمېر کانديدانو له انځورونوسره خلک هېڅ بلد نه دي او نه پوهېږي چې څوک دي او څنګه تګلاره لري .

دګردېز ښار يواوسيدونكى عبدالهادي وايي داسې کانديدانو ته خلک رايه نه ورکوي چې نه يې پېژني.

يو شمير ولسـي وګړي بيا له تېرو ټولـټاكنو څخه زړه ماتـي دي او وايي ورسره شوې ژمنې چا نه دي پوره کړې .

دپکتيا داحمداباد ولسوالۍ يو اوسېدونکی سخي جان وفايار وايي کېدای شي خلک په څو دليلونو په ټاکنو کې سم ګډون ونه کړي : (( پخواني وکيلانو پخپلو ژمنو ونه درېدل، امنيت نشته خلک نشي کولای چې رايه ورکړي او د رايې ورکولو کارټونه هم ډېر نه دي وېشل شوي .))

ځايي چارواكي يادې شوې ستونزې مني خو ډاډ ه دي چې دقومونو او خلکو په مرسته به ټولې امنيتي ستونزې هواري کړي .

ددغه ولايت والي جمعه خان همدرد کانديدانو ته ډاډ ورکوي، چې که په هره سيمه کې دکمپاين غونډې کوي نو دوی يې امنيت ساتي .

كه څه هم چارواكي په سيمه كې د ډاډه امنيت ژمنې وركوي خو د پكتـيا ځينې ولسـوالۍ له اوږد مهـاله ناامنه دي او دا مهال د ولســمشرۍ او ولايتي شورا كانديدان وايي هلته كمپاين نه شي کولای .

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت