|
په هلمند کې پوځي عمليات روان دي
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په افغانستان کې مېشت امريکايي ځواکونه وايي چې په هلمند کې يې دطالبانو پر ضد عمليات روان دي .
دخنجر په نوم دغه عمليات چې په افغان سرتېرو سربېره تر څلور زره زيات امريکايي سمندري سرتېري پکې برخه لري تېره ورځ ددغه ولايت په ګرشک ، ناوه ، ګرم سېر او خانشين ولسواليو او د مرکز لښکرګاه شاوخوا سيمو کې پيل شوي دي . چارواکي وايي ددغو عملياتو په پايله کې تر اوسه پورې دخانشين ولسوالۍ او ځينې نورې سيمې له طالبانو څخه نيول شوې دي خو دزيانونو په اړه معلومات نشته . دامريکا د سمندري ځواکونو يو قوماندان جنرال لري نيکولسون د پوځونو د شمېر زياتوالی او چټکوالی دروانو عملياتومهمه ځانګړنه وبلله . په عملياتو کې امريکايي ځواکونو پوځي شوبلې او چورلکې هم کارولې دي . د امريکايي ځواکونو له لوري په يوې خپره شوې وينا پاڼه کې د دغو عملياتو موخه په سيمه کې د ټيکاو راوستل او د هغو پنځو ولسواليو بېرته نيول په ګوته شوي، چې اوسمها ل د طالبانو تر ولکې لاندې دي. تر دې وړاندې افغان حکومت ويلي و، د راتلونکو ټاکنو له رارسېدو وړاندې به په هغو لسو ولسواليو کې چې اوسمهال د طالبانوپه واک کې دي ، عمليات پيلوي، چې د ځينو په آند کېدای شي روان عمليات يې هم يوه برخه وي. د جنرال نيکولسن په وينا کومو سيمو ته چې دغه ځواکونه ورځي هلته به پاتې کېږي او د بيارغونې چارې به پيلوی او وروسته به د چارو مسوليت افغان ځواکونو ته سپاري. چارواکي وايي چې په دغو عملياتو کې يې د ملکي وګړو خونديتوب په موخه يو لړ ګامونه پورته کړي دي. |
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||