BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 13:05 گرينويچ 2009 ,02 جولاى
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
خانشين ولسوالۍ ونيول شوه
 

 
 
افغان پوځيان
که څه هم تر اوسه پورې دمرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته خو چارواکي دخانشين ولسوالۍ نيول ددې عملياتو په ترڅ کې خپله لويه لاسته راوړنه بولي .
دافغانستان دفاع وزارت اعلان وکړ چې دطالبانو پرضد پوځي علمياتو په ترڅ کې يې دهلمند ولايت خانشين ولسوالۍ نيولې ده.

دطالبانو پرضد دخنجر په نوم پوځي عمليات نن سهار پيل شوي دي چې پکې زرګونه بهرني او کورني ځواکونه ونډه لري .

که څه هم تر اوسه پورې دمرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته خو چارواکي دخانشين ولسوالۍ نيول ددې عملياتو په ترڅ کې خپله لويه لاسته راوړنه بولي .

په افغانستان کې مېشت امريکايي ځواکونه وايي چې دا د امريکا د سمندري ځواکونو تر ټولو ستر پوځي عمليات دي چې په افغانستان کې ترسره کېږي .

دغه عمليات د هلمند دسيند په شاوخوا سيمو کې پيل شول چې امريکايي ځواکونو پوځي شوبلې او چورلکې په کې هم کارولي دي .

افغان چارواکي وايي چې تر دغو عملياتو وروسته به هم ورغلي ځواکونه هلته تر ډېره پورې پاتي وي .

د هلمند د والي وياند داود احمدي بي بي سي ته دخبرو پر مهال وويل چې له عملياتو وروسته به په دغه ولايت کې د بيا رغاونې چارې پيل شي.

د هلمند ولايت تر دې وړاندې د ډېرو پوځي خوځښتونو شاهد و خو داسې ويل کېږي چې دغه نوي عمليات تر نورو ټولو هغو ډېر ستر دي .

په تېر کې تر دغه شان پوځي عملياتو وروسته طالبان بيرته په دغو سيمو واکمن شوي دي .

تر دې مخکې افغان حکومت او نړيوالو ملاتړو يې په وار ، وار ويلي چې د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو لپاره به په هغو ولسواليو کې پوځي عمليات کوي چې د طالبانو واک په کې چلېږي.

شنونکي وايي چې په هلمند کې روان عمليات ښايي د همدغو عملياتو پيل وي .

بله غاړه د طالبانو په وياندويي قاري يوسف احمدي بي بي سي ته وويل دوى د هر ډول پوځي عملياتو لپاره چمتوالى لري او د ځواکونو ډېرول د دوى په مورال اغېز نه شي کولای .

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت