BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 12:44 گرينويچ 2009 ,02 جولاى
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
دپنجشنبې دورځې ټاکنيزې منډې ترړې
 

 
 
ټاکنيزې منډې ترړې
نن د نورو ورځو په څېر په پلازمېنې کابل او تر ډېره په شمالي ولايتونو کې سلگونو کسانو دخپلې خوښې له کاندايدانو ملاتړ اعلان کړى دى .
داسې ښکاري چې د افغانستان د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو د نېټې له را نژدې کېدو سره د کانديدانو منډې ترړې هم زور اخلي .

نن په هلمند، تخار، کابل ، کندوز او سرپل ولايتونو کې سلګونو نارينه او ښځو له بېلابېلو کانديدانو څخه ملاتړ وکړ.

په هلمندکې دبي بي سي خبريال وايي دغلته په يوه بې ساري غونډه کې تر زرو ورپورته ښځو دولسمشر کرزي دنوماندي پلوي وکړه او هغه يې دهېواد دراتلونکي ولسمشر په توګه وړکس وباله.

د تخار ولايت په دشت کلا ولسوالۍ کې په يوه بله جلا غونډه کې د ملي جنبش د گونډ يو شمېر غړو چې مشري يي د پخوانيو ازبک مليشو مشر جنرال دوستم کوي،د حامد کرزي په پلوي ناسته درلودله،او په لړ کې يې له نوموړي څخه ملاتړ اعلان کړ.

د ښاغلي کرزي د کمپاين د دفتر له لورې يوه خپره شوې خبرپاڼه وايي چې په افغانستان کې د شيخ محمديانو مشرانو له نوموړي سره تر مخامخ خبرو اترو وروسته له هغه څخه ملاتړ اعلان کړى دى .

په پلازمېنه کابل او تخار کې بيا يو شمېر کسانو او د يوه خصوصي پوهنتون محصلينوله ښاغلي عبدالله عبدالله څخه ملاتړ څرگند کړ او هغه يې د افغانستان د ولسمشرۍ د راتلونکې څوکۍ لپاره غوره کس وباله .

په تخار کې د بي بي سي خبريال وايي چې دغلته ملاتړ کوونکي د بېلابېلو سياسي ډلو استازي ول .

خو د تخار په ګاونډي ولايت کندز کې لسگونو نورو کسانو له يوه بل کانديد مېرويس ياسينې څخه خپل ملاتړ په ډاگه کړ،او په همدومره شمېره نورو کسانو بيا په يوبل شمالي ولايت سرپل کې د يو بل نوماند اشرف غني احمدزي پلوي او ملاتړ کړى دی .

د ولسمشرۍ د يوې کانديدې شهلا عطا د کمپاين دفتر وايي چې د بلخ ولايت لسگونو کسانو په کابل کې د يوې غونډې په ترڅ له نوموړې څخه خپل ملاتړ څرگند کړى دى .

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت