|
که همغږي نه وي ناټو د افغانستان جګړه بايلي
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د برتانيا يوه جګپوړي ديپلومات پډي اشډاون ويلي چې که همغږي نه وي د امريکا متحده ايالتونه او ناټو ځواکونه په افغانستان کې روانه
جګړه بايلي .
نوموړی وايي چې په دغه هېواد کې د امريکا، ناټو او افغان ځواکونو ترمنځ د عملياتو پرمهال همغږي نه شته . 68 کلن پډي اشډاون اشډاون له ٢٠٠٢ نه تر ٢٠٠٥ پورې په بوسنيا کې د ملگرو ملتونو او اروپايي ټولنې لخوا مشر استازى وو. چې بيا وروسته د ملګرو ملتونو له خوا افغانستان ته د ځانګړي استازي په توګه ونومول شو، خو افغان ولسمشر يې کابل ته د تلو مخنيوی وکړی، په لندن کې د دفاعي چارو کارپوهانو ته غږېده . نوموړي وويل : (( که چېرې په افغانستان د کې د عملياتو پرمهال همغږۍ موجوده نه وي او په عملياتو کې اساسي بدلونونه رانشي، امريکا او ناټو په افغانستان کې روانه جګړه هرو مرو بايلي . )) دی په افغانستان کې د خپلو پوځيانو پر وژل کېدو هم خواشيني ښيي او وايي چې افغانستان کې يوه مجهوله جګړه روانه ده :
(( موږ له ماتې سره مخامخېدونکي يو ، هلته زموږ سړي وژل کېږي ، ځکه چې د ناټو چارواکي او امريکايي سياستوال په خپلو کې همغږي نه دي او ناټو غړي هېوادونه هم له دې جګړې زړه توري شوي دي .)) پډي اشډاون په افغانستان کې د لومړيتوبونو اختلاف يوه لوی خطر بولي، او روښانه بېلګه کې يوازې په سوېلي ولايت هلمند کې د برتانوي ځواکونو مېشتېدل بولي او وايي چې دا يوه لويه ستونزه ده . نوموړی وايي چې د هالنډ، جرمني، امريکا او کاناډا په څېر پوځيان په ارزګان، کندهار، او شمالي ولايتونو کې مېشت دي، خو برتانويان يوازې تر هلمنده محدود دي. دی د امريکايي ځواکونو پر لومړيتوبونو هم شکمن دی . نوموړي دغه خبرې تېره ورځ د لندن د عامه سياستونو د څېړنې په انستېتيوت کې د دفاعي چارو کارپوهانو غوڼدې ته کړې دي .
پرېکنده وړانديزونه
پډي اشډاون د ناټو د پخواني سرمنشي جورج رابرټسن او په واشنګټن کې د برتانيا د پخواني سفير ګريمي ګرينسټاک په ملګرتيا يو 143 مخه رپوټ هم چمتو کړی، چې په کې د افغانستان د روان وضعيت د حل لارې په کې لټول شوې دي .
په رپوټ کې راغلي که څه هم امريکا په افغانستان کې خپل پوځيان زياتوي ، خو په تېرو څو مياشتو کې طالبانو خپل بريدونه ډېر کړي او ښايي وضعيت تر دې هم کړکېچن شي . رپوټ کاږي : ((که چېرې د نړيوالو په مرسته افغانستان کې د همغږۍ پوره هڅه ونشي، زموږ د پوځيانو او د عامو افغانانو د ژوند په بدل کې به پرمختګ همداسې پڅ روان وي . )) په رپوټ کې له پاکستان سره په پوځي برخه کې د مرستې غوښتنه هم شوې ده چې له ياغيانو سره په مبارزه کې ترېنه کار واخيستل شي . دغه رپوټ داسې مهال خپور شوی، چې د ناټو اعلی قوماندان جنرال جان کراداک، چې د کار موده يې تېره ورځ پای ته ورسېده، پر اروپايي هېوادونو نيوکه کړې، چې په افغانستان لازم رول نه لوبوي . په ځانګړې توګه جنرال کراداک پر جرمني هم نيوکه کړې، چې له هېواده بهر يې د ځواکونو استول محدود کړي دي . |
ورسره تړلي نور خبرونه
اشډاون : افغانستان يوه ستراتيژي غواړي13 فبروري, 2008 | خبرونه
کابل اشډاون ته د 'نه' ځواب ورکړ27 جنوري, 2008 | افغانستان
اشډاون: کابل ته نه ځم27 جنوري, 2008 | افغانستان
کابل: د م.م د نوي استازي واکونه تر کچې لوړ دي21 جنوري, 2008 | افغانستان
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||