|
د تورخم - جلال اباد پرلويه لاره ځانمرګی بريد شو
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان په ختيځ ولايت ننگرهار کې د يوه ځانمرگي بريد له امله دوه تنه وژل شوي او او ١٠ نور ټپيان دي .
بريد د جلال آباد تورخم پر لويه لار شوى دى . سيمه ييز چارواکي وايي چې بريدکوونکي ښځينه جامې اغوستې وې او د پوليسو د تلاشي په پوسته کې يې ځان پورې تړلي توکي چوولي دي . په ټپيانو کې شپږ تنه ملکي خلک او د يوې ښځينه پوليسې په گډون څلور پوليس شامل دي . د ننګهار ولايتي وياند احمد ضيا عبدالزي بي بي سي ته وويل چې : (( په دې پېښه کې يو پوله ساتونکی پوليس او يوه 12 کلنه لاروۍ نجلۍ وژل شوې او شپږ عام وګړي او څلور پوليس چې يوه يې ښځينه پوليسه ده ټپيان شوي دي .)) له بريد وروسته د تورخم سرحدي پوله تړل شوې ده د بريد پړه تر اوسه چا پرغاړه نه ده اخيستې . د تېرې يکشنبې په ورځ ( د جون پر 28 مه) هم د جلال اباد ښار د ختيځ په يونيم کيلومترۍ کې يوه ځانمرګي بريد يو ماشوم وواژه او نهه تنه نور يې ټپيان کړل . د بريد موخه بهرني ځواکونه او ورسره مل افغان پوليس ول، خو هغوی ته کوم زيان په کې ونه رسېده . که څه هم افغان حکومت او بهرني ځواکونه وايي چې د راتلونکو ټاکنو تر نېټې پورې به په هېواد کې امنيت ټيڼګ کړي، خو داسې ښکاري چې طالبانو هم خپلو بريدونو ته زور ورکړی دی . |
ورسره تړلي نور خبرونه
ننګرهار کې ځانمرګی بريد شوی28 جون, 2009 | نړۍ
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||