|
کميسيون: ټاکنې ځنډيدای نه شي
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د ټاکنو کميسيون وايي د زمري مياشتې رايو اچونو ته لوژيستيکي او امنيتي چمتووالی له پلان سره سم پرمخ روان دی .
دغه کميسيون د ځينو کورنيو رسنيو هغه ګنګوسې بې بنسټه بللې، چې وايي ښايي ټاکنې يا بشپړې او يا په قسمي ډول وځنډېږي . خو د کميسيون چارواکي وايي له قانون سره سم به چلند کوي چې په ځانګړو دليلونو د ټاکنو په مهالوېش کې د بدلون اټکل کوي . د ټاکنو د خپلواک کميسيون وياند نورمحمد نور بي بي سي ته د دغه چمتووالي په اړه ويلي چې : (( ترکومه چې موږ ډاډمن يو، د خلکو په ملاتړ ډېر حساب کوو او د ټاکنو لپاره موږ پوره وخت په لاس کې لرو، د هېواد امنيتي ارګانونو بېلابېلې طرحې پلی کړې او لاهم پلی کوي يې، او موږ ته يې ډاډ راکړی چې د زمري تر 29 مې پورې به د ټاکنو لپاره ښه چاپېريال رامنځ ته کړي . )) تعويق او تعليق يانې څه ؟ ښاغلي نور د دې پوښتنې په ځواب کې چې څو ورځې د دغه کميسيون مشر عزيزالله لودين رسنيو ته ويلي وو د ټاکنو د قانون د 55 مادې له مخې، که په ځينو حالاتو او يا سيمو کې امنيتي حالات ترينګلي وي، ښايي ټاکنې له تعليق او يا تعويق سره مخامخې شي، وويل چې : (( تاسو پوهېږۍ چې د ټاکنو 55 ماده په ښکاره توګه وايي که چېرې امنيتي حالات، لوژيستيکي، مالي او ان جوي (هوايي) شرايط برابر نه وي، د ټاکنو کميسيون واک لري، چې په هره حوزه کې ټاکنې وځنډوي او يا يې هم د تعليق په حالت کې راولي.)) نوموړي وويل کميسيون ټينګار کوي چې ټاکنې پر هماغه ټاکل شوې نېټه ( د زمري 29مه) وشي. نورمحمد نور د (تعويق او تعليق) د وضاحت په اړه وويل چې له لومړي نه هدف ځنډول او دويم يې ځای پرځای درول په ډاګه کړ . |
ورسره تړلي نور خبرونه
که کوم نوماند ومري، ټاکنې به له سره کېږي19 مۍ, 2009 | خبرونه
افغان حکومت: پرخپل وخت ټاکنې غوره ګڼو06 مارچ, 2009 | خبرونه
مشرانوجرګه: ټاکنې دې د اسد پر ٢٩ وشي02 مارچ, 2009 | خبرونه
کرزی: ټاکنې دې پر خپل وخت وشي 28 فبروري, 2009 | خبرونه
کميسيون: ولسمشريزې ټاکنې وځنډېدې29 جنوري, 2009 | خبرونه
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||