|
د وسلو په زېرمه کې چاودنې 2 تنه ووژل
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان په ختيځ ننګرهار ولايت کې د جلال اباد ښار په جنوب کې په يوې پوځي زېرمه کې چاودنې دوه تنه وژلي او شل نور يې ټپيان
کړي دي.
چاودنه نن سهار شوې ده. د چاودنې په نتيجه کې پر شاوخوا کورونو مرمۍ هم لګېدلې دي. تر اوسه دا لا روښانه نه ده، چې ايا هلته پر پوځي ډيپو بريد شوی او که چاودېدونکي توکي چاودېدلي دي. په ټپيانوکې نهه تنه سربېره ټپيان دي، چې له درملنې وروسته بېرته رخصت شوي دي او لس نورپه روغتون کې لاهم تر درملنې لاندې دي. چارواکي وايي چې د درو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښوول شوی دی. د ننګرهار ځايي چارواکي وايي چې په ټپيانو کې يو ماشوم او بل د ډيپو ساتونکی پوليس هم شامل دي، چې اوس په روغتون کې بستر دي. سيمه ييزو خلکو ويلي چې په چاودنه کې دوه تنه وژل شوي دي. چارواکي وايي چې په دې اړه پلټنه روانه ده. |
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||