|
عراق کې ځانمرګي بريد لسګونه وژلي دي
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د عراق پوليسو ويلي چې تېره ورځ د هېواد په شمالي ښار کرکوک کې ځانمرګي بريد لسګونه تنه وژلي او تر 160 پورې نور يې ټپيان کړي
دي.
بريد له چاودونکو توکو د يوې ډکې لارۍ په وسيله د ماسپښين لمانځه پرمهال د کرکوک ښار په تازه سيمه کې د شيعه ګانو يوه جومات ته څېرمه شوی دی. د پېښې ځای ته نژدې لسګونه ودانۍ سختې ويجاړې شوې او لاهم ځينې کسان تر خاورو لاندې بند پاتې دي او جومات په بشپړ ډول له منځه تللی دی. دغه بريد داسې مهال شوی، چې ټاکل شوې وه، د عراق له ښارونو امريکايي ځواکونه ووځي، خو دا وېره لاهم ډېرېدونکې ده چې ښايي د تاوتريخوالي پېښې مخ په ډېرېدا شي. تر بريد څو ساعته وړاندې د عراق لومړي وزير نوري المالکي اعلان وکړ، چې امريکايي ځواکونه به له عراقي ښارونو وزي، چې د ده په وينا دا يوه لويه بريا ده.
په بغداد کې د بي بي سي خبريال جيم ميور وايي دا د روان کال په اوږدو کې په عراق کې تر ټولو خونړی بريد و . بريد ماسپښين هغه مهال وشو، چې د شيعه ګانو له جوماته لمونځ کوونکي د راوتلو په حال کې وو. د بريد پرځای ژوره کنده پاتې ده. په بريد کې قربانيان او ژوبل شوي د ازادۍ په نامه د کرکوک مرکزي روغتون ته لېږدول شوي، چې په دې ډله کې ماشومان او ښځې هم شامل دي. کرکوم له پلازمېنې بغداده نژدې 250 کيلومتره ليرې پروت دی. تېره مياشت هم په دغه ښار کې دوه ځانمرګي بريدونه وشول، چې د 14 تنو ژوند يې واخيست. په کرکوک ښار کې ډېری نفتي او صنعتي کمپنۍ کار کوي، چې وګړي يې زياتره کردان، عرب، مسيحيان او ترکمن دي. |
ورسره تړلي نور خبرونه
عراق : چاودنې 30 ووژل 70 نور يې ټپيان کړل 10 جون, 2009 | خبرونه
عراق : ځانمرګي بريد 6 پوليس ووژل 12 مۍ, 2009 | نړۍ
په تېر اپرېل مياشت کې ٣٥٥ عراقيان ووژل شول 02 مۍ, 2009 | نړۍ
عراق کې خونړي ځانمرګي بريدونه شوي 25 اپريل, 2009 | خبرونه
په عراق کې 40 تنه ووژل شول 24 اپريل, 2009 | خبرونه
عراق کې ځانمرګي بريد ٥ امريکايي پوځيان وژلي11 اپريل, 2009 | نړۍ
عراق: موټربم چاودنې مرګ ژوبله واړوله 07 اپريل, 2009 | نړۍ
عراق: ځانمرګي بريدلږترلږه 33 کسان ووژل10 مارچ, 2009 | نړۍ
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||