BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 10:57 گرينويچ 2009 ,19 جون
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
خامنه ای: دټاکنو پايلې سمې دي
 

 
 
ښاغلی خامنه ای
ايت الله وويل چې دهر ډول تاوتريخوالي پړه دسياسي مشرانو پر غاړه ده .
دايران ستر مشر ايت الله خامنه ای جدي ګواښ کړی، چې په هېواد کې دولسمشريزو ټاکنو دپايلو په اړه له تاوتريخوالي ډک لاريونونونه دې پای ته ورسول شي .

ښاغلی خامنه اي چې له څو ورځو لاريونونو وروسته دلومړي ځل لپاره دخلکو په منځ کې راښکاره شو وويل چې دټاکنو پايلې درايو په صندوقونو کې معلومېږي نه په کوڅو کې.

هغه وويل چې دهر ډول تاوتريخوالي پړه دسياسي مشرانو پر غاړه ده .

لاريون کوونکو له سره دټاکنو غوښتنه کړې ده، دا ددوی يوه زړه غوښتنه ده چې دشنبې دورځې په لاريونونو کې به بيا هم راغبرګه شي.

ايت الله خامنه ای چې دتهران په پوهنتون کې يې زرګونو کسانو ته وينا کوله له احمدي نژاد څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او ويې ويل چې په بهرنيو او ټولنيزو چارو کې يې نظر هغه ته ورته دی .

هغه په ټاکنو کې ددرغليو په ځواب کې ټينګار وکړ چې اسلامي جمهوريت به درغلي ونه کړي .

نوموړي په هغو کانديدانو غږ وکړ چې دټاکنو دپايلوپه اړه شک لري چې قانوني لاره ونيسي .

دنګهبان شورا او دايران دټاکنو چارواکو احمدي نژاد او په ټاکنو کې دهغه اصلي سيال ميرحسين موسوي او دوو نورو ماتې خوړلو کانديدانو ته بلنه ورکړې ده چې سبا ته دخپلو اعتراضونو په اړه بحث وکړي .

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت