|
موسوي پر خپلو پلويانودلاريونونو غږ کړی
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
تمه ده چې دورځې په اوږدو کې به دولسمشرۍ په ټاکنو کې داحمدي نژاد د سخت مخالف مير حسين موسوي يو زيات شمېر پلويان دهغه له غوښتنې
سره سم دتهران ښار ته راووځي .
ښاغلي موسوي پر خپلو ملاتړو غږ کړی چې په سوله ييزو لاريونونو لاس پورې کړي . دغه راز په جوماتونو کې دهغو اتو کسانو په ياد چې ددوشنبې په ورځ دتهران په لاريونونو کې وژل شوي سوله ييزې غونډې وکړي . نوموړي دتېرې اونۍ دولسمشر يزو ټاکنو بيا کېدل غوښتي دي . دلاريونونو ددوام له امله د حکومت له لوري د نېول کېدونکو فعالانو، سياسي څېرو او ژورناليستانو شمېره مخ پر زياتېدو ده . ولسمشر احمدي نژداد دنژدې دوه پر درې برخې رايو په ګټلو سره ددويم ځل لپاره ټاکل شوی دی خو مخالفين يې ا دعا کوي چې په ټاکنو کې پراخې درغلۍ او ټګي برګي شوې ده. ښاغلي موسوي په خپلو ملاتړو غږ کړی چې دپنجشنبې دورځې په لاريونونو کې دې دهغو کسانو په ياد چې د دوشنبې په ورځ دحکومتي مليشو له لور وژل شوي دي تورې جامې واغوندي . |
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||