BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 12:08 گرينويچ 2009 ,18 جون
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
عبدالله:اوسنی نظام به په پارلماني هغه بدل کړم
 

 
 
ښاغلی عبدالله
ښاغلي عبدالله وويل که راتلونکى ولسمشر شي په افغانستان کې به د امنيت د ټينگښت په موخه له وسلوالو مخالفينو سره د خبرو اترو مېز ته کېني، خو دا هغه څه دي چې دطالبانو دواک پر مهال هېڅکله هم له هغه څخه نه دي اورېدل شوي.
د افغانستان د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو نوماندى عبدالله عبدالله وايي که په ټاکنو کې بريالى شي نو دهېواد رياستي نظام به په پارلماني هغه بدل او په حکومت کې به د مجاهدينو ونډه ډېره کړي.

که څه هم دا مهال د افغانستان په اساسي قانون کې د دغه هېواد سياسي نظام رياستي ټاکل شوى خو ښاغلی عبدالله دغه نظام نيمگړى گڼي.

هغه دنظام دبدلون تر څنګ وويل چې دبرياليتوب په صورت کې به ملت ته د روڼ حساب کتاب د ورکولو په موخه مسلکي کسان په دندو وگماري.

ښاغلی عبدالله وايي پارلماني نظام د خلکو غوښتنو ته مثبت ځواب ويلى شي او کولاى شي چې د ده په وينا خپل سريو او زور زياتيو ته د پاى ټکى کېږدي.

هغه وويل : ((موږ په هېواد کې د سياسي نظام د بدلون غوښتونکي يو.

د راتلونکي لپاره په هغو بدلونونو کې چې موږ په پام کې نيولې ، زموږ په باور پارلماني نظام ته د رياستي نظام بدلول د اوږدې مودې لويو موخو ته د رسېدو لنډه لاره ده .))

نوموړي چې نن د خپلو يو شمېر پلويانو يوې غونډې ته وينا کوله دافغانستان دامنيت په اړه هم خبرې وکړي .

هغه وويل که راتلونکى ولسمشر شي په افغانستان کې به د امنيت د ټينگښت په موخه له وسلوالو مخالفينو سره د خبرو اترو مېز ته کېني.

ښاغلي عبدالله د نظام په دفاعي او امنيتي برخو کې د مجاهدينو ونډه مهمه وبلله او ژمنه يې وکړه چې دې برخې ته به ځانگړې پاملرنه کوي.

هغه وويل چې افغان مجاهدين د ځينو ډلو له لوري په سپکو نومونو يادېږي خو که دى واک ته ورسېږي نو چاته به هم د دغو نومونو د يادولو اجازه ورنه کړي.

لکه د ډېرو نورو کانديدانو په څېر ښاغلي عبدالله په اقتصادي،سياسي، پوهنې او ټولنيزو برخو کې د خپلو پلانونو يادونه وکړه خو دايې په ډاگه نه کړه چې دغه پروژې به څرنگه پلې کېږي.

په افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراگانو د ټاکنو لپاره د کانديدانو رسمي کمپاين وړمه ورځ پيل شو.

په پام کې ده چې دغه کمپاين به شاوخوا دوه مياشتي روان پاتې شي .

د افغانستان راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو ته ٤١ کسانو ځانونه نومولي دي.

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت