BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 07:13 گرينويچ 2009 ,16 جون
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
ايران: رايې دې بيا وشمېرل شي
 
په ازادۍ ميدان کې لاريون کوونکي
تېره ورځ يو ايرانی لاريون کوونکی په ډزو ووژل شو او څو نور ټپيان شول .

له تهرانه وروستي ورکړل شوي رپوټونه وايي د ايران ساتونکې شورا اعلان کړى دى چمتو دي د هغو سيمو د رايو بيا شمېرنه وکړي چې مخالفې ډلې يې له پايلو سره مخالفت لري .

وړاندې تر دې په تهران کې د ولسمشر محمود احمدي نژاد د بيا ټاکل کيدو په مخالفت کې د دوشنبې د ورځې په مظاهرو کې اوه تنه ووژل شول .

د تهران يو اوسېدونکى د مظاهره چيانو د وژنې پړه پر حکومت اچوي :

'' حکومت بايد د داډول پېښو مسوول وپېژندل شي ، مظاهر چيان بهر راووتل چې په ساده ټکو کې د خپلو حقونو غوښتنه وکړي .

چارواکي بايد د مظاهرې د ځپلو په اړه د دا ډول چلند په ترسره کولو مسوول وپېژندل شي .

تهران
تهران کې لاريون کوونکي

په ايران کې د ولسمشر محمود احمدي نژاد د بيا ولسمشر ټاکل کېدو پرضد احتجاج دوام لري .

د رپوټونو له مخې تراوسه له تاوتريخوالو ک لاريونونو کې لږترلږه اووه تنه وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي .

د ايران پلازمېنه تهران کې په سلګونه زره لاريون کوونکي سړکونو ته وتلي وو او د (مرګ دې وي پر ديکتاتور) شعارونه يې ورکول .

د دغو مظاهرو يو ګډونوال صادق حمزه نژاد وايي: (( د موسوي لپاره يوازېنۍ لاره دا ده چې په تلوېزيون ولس ته وينا واوروي او په دې سره ښايي د هغه ملاتړي ارام او راضي شي . ))

ميرحسين موسوي او مېرمن يې زهرا د لاريون کوونکو په منځ کې
موسوي: (( ولس رايه د موسوي او يا کوم بل چا تر ټاکل کېدو ډېره مهمه ده .))

د ايران يوه بل انګريزي ژبي رسمي چينل ټي وي ويلي چې : (( د ناقانونه احتجاج په لړ کې څو تنه وژل شوي دي .))

رپوټونه وايي چې دغه اووه تنه وروسته له هغه ووژل شول، چې د احتجاج کوونکو څپې ته نژدې يې پر يوه پوځي مرکز هجوم ورووړ .

په تهران کې د بي بي سي خبريال وايي چې پلازمېنه کې د زورورو چاودنو غږونه هم اورېدل شوي دي . دی وايي چې په سړکونو سېځل شوي موټرسايکلونه هم ليدل کېږي چې په غالب ګمان د بسيجيانو به وي .

رپوټونه زياتوي چې لاهم د ميرحسين موسوي په غصه شوي پلويان له حکومتي ځواکونو سره لاس او ګرېوان دي .

نا اعلان شوی فرمان

په ايران کې د قانون ساتنې شورا مشر ايت الله حمد جنتي په يوه تلوېزيوني وينا کې ويلي چې شورا به ډېر ژر د موسوي هغه وړانديز وڅېړي، چې په کې د ولسمشرۍ د ټاکنو پايلې ناقانونه ښودل شوې دي .

د ايران مخکېنی ولسمشر محمد خاتمي له لاريون کوونکو سره
محمد خاتمي مخکې له دې چې د موسوي د پلويانو له لاريون سره يوځای شي، ويلي وو چې دغه لاريون سوله ييز دی او احتجاج کوونکي يوازې خپل حق غواړي .

ايت الله جنتي وايي چې : (( هيله لرم چې زموږ څېړنه به ډېر وخت وانخلي، د ايران ولس ته ويلی شم، چې زموږ څېړنه پيل شوې ده، چې په دې يوازې او يوازې د خدای رضا او د سترلارښود ايت الله خامنيي او ولس خوښي اړينه ده . ))

دغه شورا، چې معمولاً غړي يې په مستقيمه او يا غيرمستقيمه توګه د خامنيي له لوري ټاکل کېږي، ګومارل شوې، چې د ټاکنو پايلې وارزوي او په اړه يې ترلاسه شوي شکايتونه واوري .

خو ميرحسين موسوي بيا په خپلو څرګندونو کې ويلي چې دی لا هم د ټاکنو پر پايلو ناخوښ دی او هيله لري چې ډېر ژر به د قانون ساتنې د شورا پرېکړه واوري .

تېره ورځ يو ايرانی لاريون کوونکی په ډزو ووژل شو او څو نور ټپيان شول، چې په پلازمېنه تهران کې د ميرحسين موسوي پلويانو د ټاکنو د پايلو پرضد کوڅو ته راوتلي ول .

موسوي خپله هم د لاريون کوونکو په منځ کې د احمدي نژاد پرضد شعارونه ورکول .

اوباما
 زه هغو ناراميو او تاوتريخوالو چې د تلوېزيون پر پرده ګورم، په اندېښنې کې اچولی يم ، زه فکر کوم چې د ديموکراتيک بهير د ازادۍ وينا د خلکو د سوله ييز نارضايت چې دا ټول نړيوال ارزښتونه دي، درناوی وشي.
 
اوباما

نوموړي د خپل ګاډي له پرانيستې ښيښې خپل راويستلی و او خپلو پلويانو ته يې تشويقوونکې وينا کوله چې : (( د ولس رايه د موسوي او يا کوم بل چا تر ټاکل کېدو ډېره مهمه ده . ))

سياسي زلزله

په تهران کې د بي بي سي خبريال وايي چې دغه لاريونونه د ايران لپاره يوه سياسي زلزله ده . لاريون کوونکي نه يوازې د ټاکنو پايلې نه مني، بلکې واکمن نظام هم نه غواړي .
دا په ايران کې له 1979 کال او اسلامي انقلاب راوروسته تر ټولو لويې مظاهرې دي .

خاتمي نيوکه کوي

د ايران پخواني ولسمشر محمد خاتمي، چې د موسوي قوي ملاتړی دی، د ايران پر واکمن مشرتابه نيوکه کړې، چې د کورنيو چارو وزارت ولې د تېرې دوشنبې په ورځ د موسوي پلويانو ته د لاريون کولو رسمي اجازه ورنه کړه .

‎نوموړي مخکې له دې چې د موسوي د پلويانو له لاريون سره يوځای شي، ويلي وو چې دغه لاريون سوله ييز دی او احتجاج کوونکي يوازې خپل حق غواړي .

ولسمشر اوباما ويلي چې دی د ايران ناراميو په ژوره اندېښنه کې اچول دی .

ده د ايران پر مشرتابه غږ کړی چې د ازادې وينا او ديموکراتيک بهير درناوی وکړي .

ده زياته کړې ايراني مظاهره کوونکو سړکونو او کوڅو ته په مخه کولو سره د نړۍ پام ځان ته وراړولی دی . نوموړي ويلي چې له دې سره به يې اداره له ايران سره خبرو ته ترجيح ورکوي :

(( زه هغو ناراميو او تاوتريخوالو چې د تلوېزيون پر پرده ګورم، په اندېښنې کې اچولی يم ، زه فکر کوم چې د ديموکراتيک بهير د ازادۍ وينا د خلکو د سوله ييز نارضايت چې دا ټول نړيوال ارزښتونه دي، درناوی وشي. ))

 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت