|
اسراييلو د فلسطيني دولت جوړېدل ومنل
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د اسراييلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو د لومړي ځل لپاره د يوه فلسطيني دولت جوړېدل ومنل، خو په بهرنۍ تګلاره کې يې له دغه بدلون
سره شرطونه هم مله وو.
ده وويل د فلسطينيانو هر راتلونکی دولت بايد په بشپړ ډول پوځي نه وي او فلسطينيان بايد اسراييل، د يهودي وګړيو د يوه دولت په توګه وپېژني. ښاغلي نتنياهو وويل که دغو معيارونو ته ځواب وويل شي په منځني ختيځ کې سولې ته رسېدنه شونې ده . د يهودي مېشت ځايونو د ناندره ييزې مسالې په اړه نوموړي وويل، اسراييل به پر فلسطيني ځمکو نوي مېشت ځايونه جوړ نه کړي، خو ټينگار يې وکړ ويل چې اوسني مېشت ځايونه بايد همداسې پاتې شي . ښاغلي نتياهو پر عرب مشرانو غږ وکړ چې خبرو اترو ته چمتو شي: (( که موږ ته دا ضمانت راکړل شي، چې فلسطين نا پوځي کېږي، هغه پوځي ترتيبات چې اسرائيل اړتيا ورته لري برابرېږي او همدارنگه فلسطينيان اسرائيل د يوه يهودي دولت په توگه په رسميت وپېژني، موږ به تيار يو چې د يوه ريښتوني پروگرام پر بنسټ د يوه فلسطيني حکومت د جوړولو لپاره خبرو اترو کې گډون وکړو. )) سپينې ماڼۍ د ښاغلي نتنياهو وينا مخ په وړاندې، يو مهم ګام وباله، خو پر نيول شويو ځمکو يې د اسراييلي مېشت ځايونو پر سر د لانجې کومه يادونه ونه کړه . فلسطينيانو بيا د اسراييلو د لومړي وزير خبرې رد کړي او ويلي يې دي، چې نوموړي په حقيقت کې د سولې هلوځلو ته زيان رسولی دی . د فلسطينيانو يوه لوړ پوړي چارواکي صايب عريقات وويل نړۍ بايد د شرطونو له امله د (فلسطيني دولت) په اړه د ښاغلي نتنياهو په خبرو تېر نه وځي . |
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||