BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 07:02 گرينويچ 2009 ,14 جون
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
سختې سيلۍ ٣٥ زده كوونكي ټپيان کړل
 

 
 
خوست کې په رڼه ډاګ زده کوونکي ليک او لوست کوي
د خوست ولايت د اسمعيل خېلو او مندوزيو ولسوالۍ اړوند د اڅړو په سيمه كې د توند باد د لګېدو له امله د يوه لومړني او نوي جوړ شوي ښوونځي چادرونه پر زده كوونكو راغورځېدلي او له امله يې 35 زده كوونكي او دوه د ښوونځي كاركوونكي ټپيان شوي دي .

د ژوبلو زده كوونكو عمرونه له 8 تر 15 كلونو ښودل شوي دي او زياتره يې د درملنې لپاره د خوست ملكي روغتون ته راوړل شوي دي .

د خوست د روغتياريس ډاكټر اميربادشاه رحمتزي له يوه ټپي پرته د نورو روغتيايي وضعيت ښه وباله .

ده وويل چې دوى ته 24 ټپيان وروړل شوي وو چې له نيمو زيات يې له درملنې وروسته رحصت او پاتې نور يې په روغتون كې بستر كړل .

د خوست د پوهنې رياست وياند سيدموسى مجروح وويل چې ماشومانو د ښوونځي په انګړ كې لوبې كولې چې د سيلۍ له لګيدو سره پرې چادر راولوېدل .

نوموړى وويل چې دغه وداني د پوهنې د پرمختګ پروګرام ( ايكوايف) په چوكاټ كې تازه نوې جوړه شوې او ځايي چارواكو لا په رسمي ډول تسليم كړي هم نه وه.

د خوست د پوهنې ريس پوهنمل عزيزاحمد هاشمي هم ويلي چې د پېښې اصلي په ناسم ډول د ودانۍ جوړيدل و.

ده وويل چې په خپله اداره كې يې د پلټنې څانګې ته د پېښې د لامل پيداكولو سپارښتنه كړې ده .

ظاهرآ د دې پېښې لامل توند باد ښودل شوى خو په سيمه كتونكي وايي چې د خصوصي شركتونو خاوندان ځينې ودانۍ، سړكونه او سربندونه دومره خراب جوړوي چې د لږ وخت له تېرېدا وروسته له كاره لوېږي او ځينې خو د يادې ودانۍ په څېر د مرګ ژوبلې د اړولو لامل هم وګرځي .

په ناسم ډول د جوړو شويو ودانيو، سړكونو ، سربندونو او پاركونو بېلګې په خوست كې لږې نه دي .

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت