|
منګل: طالبان د هلمند پر5 ولسواليو واکمن دي
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د سويلي ولايت هلمند کې چارواکي وايي د هغو پنځو ولسواليو د بېرته نيولو لپاره يې نوې پوځي تگلاره جوړه کړې ده، چې
دا مهال د وسلوالو طالبانو په ولکه کې دي .
د هلمند والي گلاب منگل وايي چې په سيمه کې د امريکايي ځواکونو ځاى پر ځاى کېدل او د مخالفانو د مشرتابه مرکزونه په نښه کول د دغې تگلارې ارزښتناکې برخې بلل کېږي . چارواکي وايي هڅه کوي چې تر راتلونکو ټاکنو پورې دغه ولسوالۍ بيرته ونيسي: (( د نوم ليکنې په بهير کې موږ ډېرې ستونزې او اندېښنې درلودې، خو بيا هم 105 زرو کسانو په هلمند کې خپل نومونه وليکل ، چې 35 زره يې ښځينه وو . )) افغان چارواکي وايي هيله من دي چې په هلمند ولايت کې به د زرگونو نويو امريکايي سرتېرو مېشت کېدل له طالبانو څخه د هغو ولسواليو د بېرته نيولو لامل وگرځي چې دا مهال له حکومتي ولکې نه بهر دي . د هلمند والي گلاب منگل نن په کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل، چې تېر کال يې گڼې لاس ته راوړنې لرلې خو بيا هم د وسلوالو طالبانو پراخ شتون او د نشه يي توکيو کاروبار هلمند يو ترټولو نا ارامه ولايت گرځولې دى .
ښاغلي منگل وويل چې په پاکستان کې د تاوتريخوالي تر ډېرېدو وروسته د افغانستان سويل ته د طالبانو را ماتېدل ډېر شوي دي . ښاغلي منگل وويل هڅه کوي چې تر راتلونکو ټاکنو پورې د هلمند هغه پنځه ولسوالۍ د حکومت تر ولکې لاندې راولي چې تر دې مهاله په کې مخالف طالبان واکمن دي . (( هلمند د مرکز په ګډون 13 اداري واحدونه لري، په پنځو واحدونو (ولسواليو) کې په مستقيم ډول د دولت حاکميت نه شته، درې ولسوالۍ د هلمند په شمال کې باغران، نوزاد، واشېر او دوه نور يې د دغه ولايت په جنوب کې د خانشين او ديشو په نامه د طالبانو په لاس کې دي . )) پوښتنه داده چې دا ولسوالۍ ولې تر اوسه د طالبانو په لاسونو کې دي او هلته د خلکو حالت څنگه دى؟ افغان چارواکو له پخوا راهيسې ويل چې دوى دغه ولسوالۍ نيولاى شي خو د ساتلو لپاره يې اړين څواکونه نه لري اوس چې سربيره پر برتانويانو لس زره امريکايي ځواکونه په دغه ولايت کې ميشت کيږي چارواکي هيله من دي چې د ټولو ولسواليو د ساتلو جوگه به شي، او په دغه پنځو نيول شويو ولسواليو کې د خلکو د ژوند په اړه ويل کېږي چې روغتيايي مرکزونو او تر يوه کچه ښوونځيو ته لاس رسى لري او ښايي ځينو خلکو يې په مرکز کې کارتونه هم اخستې وي . ښاغلى منگل مني چې په تيرو کلونو کې هلمند د افغانستان په کچه د نشه يي توکيو د کر او قاچاق تر ټولو ستر مرکز خو وايي سږ کال به دا کچه په حيرانونکي کچه ښکته کړي .
خو ښايي د ښاغلي منگل ددې ادعا د کره کولو لپاره د کوکنارو بل کر ته سترگې پر لاره پاتې شوځکه چې بهرني ځواکونه ډېرېږي خو هغوى د کوکنارو د کروندو د ويجاړولو په برخه کې ونډه نه اخلي خو کېدى شي د هغوى په شتون سره افغان ځواکونه د کوکنارو اړولو ته څه ناڅه وخت پيداکړي . دا مهال په هلمند کې شاوخوا اته زره بريتانوي سرتيري او په زرگونو افغان ځواکونه له مخالفانو سره په جگړه کې ښکېل دي او ټاکل شوې ده چې په نژدې راتلونکي کې لس زره امريکايي سرتيري هم په دغه ولايت کې واړوي . هلمند چې د افغانستان يو پرلسمه برخه جوړوي، د دغه هېواد په جنوب کې هغه نارامه ولايت دی، چې هره ورځ ترېنه د تاوتريخوالي خبرونه ورکول کېږي . دغه ولايت څه باندې 61 زره کيلومتره مربع مساحت لري . په تېره مياشت کې هلمند کې 12 برتانوي پوځيان وژل شوي وو، چې په دې سره له 2002 راپدېخوا په افغانستان کې د وژل شويو برتانوي پوځيانو شمېر تر 166 پورې رسېږي . د برتانيا پوځي چارواکو ويلي چې د افغانستان په سويلي ولايت هلمند کې به ښايي سږنی اوړی د دوی د پوځيانو او وسله والو طالبانو ترمنځ خونړی وي . |
ورسره تړلي نور خبرونه
برتانيا: هلمند کې به سږنی دوبی خونړی وي13 جون, 2009 | خبرونه
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||