BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 11:50 گرينويچ 2009 ,13 جون
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
برتانيا: هلمند کې به سږنی دوبی خونړی وي
 
په هلمند کې بهرني پوځيان
واشنګټن په هلمند ولايت کې 12 پوځيان ځای پرځای کړل، خو جنرال سټينلي مک کريسټل له برتانيا نور پوځيان غواړي .

د برتانيا دفاع وزارت چارواکو وړاندوېينه کړې، چې سږنی اوړی به د افغانستان په هلمند ولايت کې تر پخوانيو هغو ډېر خونړی وي .

د برتانيا د دفاع وزارت چارواکو ويلي داسې ښکاري چې د اوړي په رارسېدو سره وسله والو طالبانو هم خپل بريدونه تېز کړي، چې دا به له ځانه سره خونړۍ جګړې ولري .

په برتانيا کې چاپېدونکې ټيليګراف ورځپاڼې د دفاع وزارت د چارواکو له خولې کښلي چې په هلمند کې مېشت بهرني پوځيان د طالبانو او اورپکو ډلو له ټينګ مقاومت سره مخامخ دي، او دوی وړاندوېينه کوي چې ښايي حالات په راتلونکې کې تر دې هم کړکېچن شي .

د برتانيا د دفاع وزارت د يوې خبرپاڼې په حواله، په افغانستان کې د وسله والو بريدونه په سلو کې 73 ته لوړ شوي او د تېر کال په پرتله په ايتلافي ځواکونو کې د مرګ ژوبلې کچه تر 78 سلنې پورته شوې ده .

هلمند کې برتانوي پوځيان
په تېره مياشت کې هلمند کې 12 برتانوي پوځيان وژل شوي وو.

رسمي شمېرې ښيي چې د افغانستان په سويلي نارامه ولايت کې د تاوتريخوالي پېښې درې برابره لوړې شوې دي او طالبان هره ورځ په دغه ولايت کې د حکومت او بهرنيو ځواکونو پرضد 12 ځلې بريدونه کوي .

نور ځواکونه

د برتانيا يوه جګپوړي پوځي چارواکي ويلي چې طالبان اوس تر نورو سيمو په هلمند ولايت کې خپل زور ډېر ازمويي، چې د برتانيا دفاع وزارت د واشنګټن د هغې پرېکړې هرکلی کړی، چې په دغه ولايت کې به 12 زره پوځيان ځای پرځای کړي .

په تېره مياشت کې هلمند کې 12 برتانوي پوځيان وژل شوي وو، چې په دې سره له 2002 راپدېخوا په افغانستان کې د وژل شويو برتانوي پوځيانو شمېر تر 166 پورې رسېږي .

ټيليګراف زياتوي چې په افغانستان کې يې د بهرنيو ځواکونو د وژل شويو پوځيانو رسمي شمېرې د ناټو ځواکونو له پټو اسنادو ترلاسه کړې دي، چې پربنسټ يې په تېره مياشت کې د طالبانو د سړک غاړې ماينونو لسګونه امريکايي پوځيان وژلي او ټپيان کړي دي .

ګورډن براون
په دې وروستيو کې د برتانيا لومړي وزير ګورډن براون افغانستان ته د دوه زره نورو برتانوي پوځيانو استول د برتانيا له اقتصادي وضعيت سره په ټکرکې بللي وو .

د سرچينې په وينا، په افغانستان کې د تېرو 12 مياشتو په اوږدو کې تاوتريخجنې پېښې 90 په سلو کې ډېرې شوې دي .

بل خوا د برتانيا ټايمز ورځپاڼه ليکي چې واشنګټن له برتانيا څخه افغانستان ته د نورو پوځيانو د لېږلو غوښتنه کړې ده .

ټايمز په افغانستان کې د ايتلافي ځواکونو نوي امريکايي قوماندان سټېنلي مک کريسټل د تېرې دوشنبې په ورځ ويلي وه، چې افغانستان کې د طالبانو پرضد جګړه کې د برتانيا نورو پوځيانو ته اړتيا لري .

د ويلو ده چې په دې وروستيو کې د برتانيا لومړي وزير ګورډن براون هلمند ته د 2000 نورو برتانوي پوځيانو د لېږلو طرحه رد کړه او دا پرېکړه يې د برتانيا له اوسنيو اقتصادي حالاتو سره په ټکر کې وبلله .

 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت