د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر وايي چې د ننګرهار د والي ګل اغا شېرزي استعفا يې ونه
منله .
دغه خبره د ولسمشرۍ له دفتره په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې شوې ده .
د ختيځ جلال اباد والي ګل اغا شېرزی نن سهار د ولسمشرۍ له نوماندۍ تېر شو .
نوموړي نن (شنبه، د غويي 12مه ) په ننګرهار يوې خبري ناستې ته وويل چې د ولسمشرۍ له نوماندۍ تېر او د ولايت له مقام څخه يې استعفا کړې ده .
ګل اغا شېرزي تېره ورځ د افغانستان راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته نومولی و، او احمد ضيا مسعود يې د لومړي مرستيال او د هرات پخوانی والي سيدحسين انوري يې د دويم مرستيال په توګه ټاکلي ول .
خو نوموړی ن په ناڅاپي توګه له خپل دريځه واوښت او د ولسمشرۍ له کاندېدا او ولايت کولو يې خپله استعفا اعلان کړه .
شېرزي ويلي له ولسمشرۍ ته د نه ودرېدو کار يې د ولسمشر کرزي لپاره وکړ او له خپلو ټاکل شويو مرستيالانو څخه بښنه غواړي .
نوموړي د نورو جزيياتو له ورکولو ډډه کړې ده .
ګل اغا شېرزی د کرزي د کابينې يو هم غړی و، چې تر هغه وړاندې د کندهار د والي په توګه يې هم دنده ترسره کړې ده .