BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 12:07 گرينويچ 2009 ,25 مۍ
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
يوناما: ' سېلاب ځپلي نوره مرسته غواړي '
 

 
 
سېلاب ځپلې سيمه
سېلابونو د افغانستان په شمال کې نژدې څلوېښت ولسوالۍ ځپلې او څه د پاسه اته زره کورونه يې ويجاړ کړي دي .
ملگري ملتونه وايي د افغانستان په شمال کې له سېلاب ځپلو کسانو سره مرستې دوام لري ،خو ځينې سيمې شته چې لا هم د لارو د بندېدا له امله مرستې نه دي ور رسېدلې .

دوى وايي اړو خلکو ته د مرستو رسولوپه موخه يې اوس د دغو لارو د خلاصولو هڅې پيل کړي دي .

په شمالي ولايتو کې د وروستيو مېاشتوسيلابونو نژدې سل کسه وژلي او په زرگونه جريبه کرنيزې ځمکې يې ويجاړې کړې دي .

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو اداره وايي سېلاب ځپلو ته د مرستندويه ټولنو له لوري خېمې، کمپلې ، خواړه او نور د اړتيا وړ توکي وراستول شوي ، خو ځينې کسان وايي دغه مرستې په سمه نه وېشل کيږي او ان ځينې وختونه اړو کسانو ته نه ورکول کېږي .

 د ملگرو ملتونو مرستندويه ټولنې تر خپلې وسې هڅه کوي چې مرستي په مستقيم ډول ځپل شويو کسانو ته ورسوي، خو که داسې رپوټونه وي چې مرستې په مساوي ډول نه رسيږي دوى به يې پلټنه وکړي
 
عليم صديق

د دغې ادارې وياند عليم صديق وايي ځينې وختونه مرستندويه ټولنې خپلې مرستې د سيمه ييزو مشرانو په مټ ويشي چې دده په وينا کېدى شي دا ستونزه را ولاړه شوي وي ، خو وايي چې په اړه به يې پلټنې وکړي :

'' دا يوه ډېره مهمه موضوع ده ، مرستې بايد په مساوي ډول هغو کسانو ورکړل شي چې د سېلاوونو له امله زيانمن شوي وي .

د ملگرو ملتونو مرستندويه ټولنې تر خپلې وسې هڅه کوي چې مرستي په مستقيم ډول ځپل شويو کسانو ته ورسوي، خو که داسې رپوټونه وي چې مرستې په مساوي ډول نه رسيږي دوى به يې پلټنه وکړي .''

د ملگرو ملتونو د تازه رسمي شمېرو له مخې وروستيو سېلاوونو ٩٤ کسه وژلي او په زرگونه جريبه کرنيزه ځمکه يې ويجاړه کړې ده .

دغو سېلاوونو د شمال نژدې څلوېښت ولسوالۍ ځپلي او څه د پاسه اته زره کورونه يې ويجاړ کړي دي .

 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت