BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 04:30 گرينويچ 2009 ,15 مۍ
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
په شمال کې نويو سېلابونو مرګ ژوبله اړولې
 

 
 
دملګرو ملتونو مرستې
WFP په خپل يوه رپوټ کې وايي چې له ٢ زره دغه ډول کورنيو سره يې له وړاندې د سلگونو ټنو خوراکي توکو مرسته کړې او په وينا يې دسلگونه ټنه نورې مرستې بهير روان دی .
دافغانستان په شمال کې نويو سيلا بونو ځاني او مالي زيانونه اړولي دي .

تازه سيلابونه په بلخ ، فارياب ، بغلان او سمنگانو کې را غلي چې ويل کېږي په فارياب او سمنگانو کې يې د يوه ماشوم په گډون څلورتنه وژلي او گڼ کورونه يې وران کړيدي .

رپوټونه وايي چې تر سلو زيات کسان د تيرې يوې مياشتې په سيلابونو کې وژل شوي او په زرگونو کورونه ويجاړ شوي دي .

تازه سيلابونو د بغلان په پلخمري ، نهرين او يو شمير نورو ولسواليو او دارنگه د سمنگانو په ولايت کې په سلگونو جريبه د کرکيلې ځمکې وړې دي او د يو شمير سيمو لارې يې بندې کړې دي.

د سيلاب ځپلو مرستې ته اوس پر افغان حکومت او افغاني سرې مياشتې سر بېره ملگرو ملتونو او په افغانستان کې مېشتو نړيوالو ځواکونو هم وردانگلي دي .

په دې وروستيو کې د افغانستان په ټولو شمالي ولايتونوکې پرلپسې سختو سيلابونو لسگونه کسان وژلي او په زرگونو کورونه او زرگونه جريبه کرنيزه ځمکه يې ويجاړه کړې ده .

د ټولو زيانونو دقيقه شمېره تر اوسه نه ده معلومه خو دافغان حکومت په خواکې د ملگرو ملتونو د خوړو نړيوال سازمان (WFP)هم دغو سيلاب ځپلو ته د مرستو د ور رسولو خبر ورکړى .

WFP په خپل يوه رپوټ کې وايي چې له ٢ زره دغه ډول کورنيو سره يې له وړاندې د سلگونو ټنو خوراکي توکو مرسته کړې او په وينا يې دسلگونه ټنه نورې مرستې بهير روان دی .

د ملگرو ملتونو خوراکي سازمان دغه يو مياشتنى رپوټ ښيي چې په روان زيږدي کال کې به دغه اداره له نژدې اته ميليون وگړو سره د څه باندې ٣ سوه زره ټنه خوراکي توکومرسته وکړي .

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت