|
د ګل اغا شېرزي استعفا ونه منل شوه
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر وايي چې د ننګرهار د والي ګل اغا شېرزي استعفا يې ونه
منله . دغه خبره د ولسمشرۍ له دفتره په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې شوې ده . د ختيځ جلال اباد والي ګل اغا شېرزی نن سهار د ولسمشرۍ له نوماندۍ تېر شو . نوموړي نن (شنبه، د غويي 12مه ) په ننګرهار يوې خبري ناستې ته وويل چې د ولسمشرۍ له نوماندۍ تېر او د ولايت له مقام څخه يې استعفا کړې ده . ګل اغا شېرزي تېره ورځ د افغانستان راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته نومولی و، او احمد ضيا مسعود يې د لومړي مرستيال او د هرات پخوانی والي سيدحسين انوري يې د دويم مرستيال په توګه ټاکلي ول . خو نوموړی ن په ناڅاپي توګه له خپل دريځه واوښت او د ولسمشرۍ له کاندېدا او ولايت کولو يې خپله استعفا اعلان کړه . شېرزي ويلي له ولسمشرۍ ته د نه ودرېدو کار يې د ولسمشر کرزي لپاره وکړ او له خپلو ټاکل شويو مرستيالانو څخه بښنه غواړي . نوموړي د نورو جزيياتو له ورکولو ډډه کړې ده . ګل اغا شېرزی د کرزي د کابينې يو هم غړی و، چې تر هغه وړاندې د کندهار د والي په توګه يې هم دنده ترسره کړې ده . |
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||