BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 08:37 گرينويچ 2009 ,19 اپريل
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
پرجنوبي وزيرستان هوايي بريد شوی
 
د امريکا د بې پيلوټه الوتکې بريد
پاکستاني چارواکو په وار وار له امريکا غوښتي چې پرقبايلي سيمو کې توغنديز بريدونه نه کوي .
پاکستان ويلي چې په غالب ګمان د امريکا بې پيلوټه الوتکې د جنوبي وزيرستان مرکز واڼه ته څېرمه د ژيړ نور په سيمه توغنديز بريد کړی دی .

ويل کېږي چې په دغه بريد کې، چې نن (يکشنبه، د اپرېل 19مه) د ورځې شاوخوا يوولس بجې وشو، پنځه کسان ټپيان شوي .

په بريد کې د يوه کور او يوه ګاډي په بشپړ ډول د له منځه وړلو خبر هم ورکړل شوی دی .

رپوټونه وايي چې بريد د بيت الله مسعود د جنګياليو پر يوه پټنځي افغان پولې ته څېرمه په ژيړ نور سيمه کې شوی دی .

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د دغه هېواد په شمال لوېديځ هنګو کې د پوليسو د تلاشۍ يوې پوستې ته څېرمه په يوه ځانمرګي بريد کې لسګونه پاکستاني پوليسو ته مرګ ژوبله واوښته .

د پروني ځانمرګي بريد پړه پاکستاني طالبانو پرغاړه واخيسته .

د واڼه يوه دولتي چارواکي شهاب علي شاه رسنيو ته ويلي چې دا د امريکا د بې پيلوټه الوتکې توغنديز بريد و .

امريکا وايي چې جنوبي وزيرستان د القاعده جنګياليو او طالب اورپکو د پټنځايونو اصلي مرکز او د روزنې مرکز دی .

د امريکا د بې پيلوټه الوتکو توغنديزو بريدونو پاکستان اندېښمن کړی او دا د اورپکو د ځپلو سمه لاره نه ده بللې .

پاکستاني چارواکو په وار وار له امريکا غوښتي چې پرقبايلي سيمو کې توغنديز بريدونه نه کوي .

په دغو بريدونو کې تر نيمايي ډېر ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي .

خو واشنګټن لاهم ټينګار کوي چې د اورپکو اصلي مرکز پاکستان او په تېره بيا افغان پولې ته څېرمه قبايلي سيمې دي .

 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت