BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 05:01 گرينويچ 2009 ,02 مارچ
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
وزيرستان: امريکايي بريدونو اووه کسان ووژل
 
په وزيرستان کې د امريکا د بې پيلوټه الوتکې توغنديز بريد
پاکستان وايي چې له تېر يوه کال راهيسې د دغه هېواد پر شمالي او جنوبي وزيرستان د امريکا د بې پيلوټه الوتکو په بريدونو کې تر دوو ٢٠٠ کسان وژل شوي دي .
د پاکستان په شمال لوېديځ کې سيمه ييز چارواکي وايي اووه کسان په هغو توغنديزو بريدونو کې وژل شوي، چې باور کېږي امريکايي بې پيلوټه الوتکو به کړي وي .

پاکستان ويلي چې پر جنوبي وزيرستان د امريکا د بې پيلوټه الوتکې په توغنديز بريد کې اووه کسان وژل شوي دي .

دغه بريدونه دغه بريدونه د جنوبي وزيرستان په قبايلي سيمه کې د ( هيبت خېلو سيمې په سره روغه) پر کلي افغان پولې ته څېرمه شوي دي .

توغنديز بريدونه پر هغه کور شوي، چې د سيمه ييزو خلکو په وينا په کې طالب اورپکو فعاليت کاوه .

د امريکا د پوځ مشر قوماندان مايک مولن په دې اړه له څه ويلو ډډه کړې ده، خو ويلي يې دي چې امريکا د دده په وينا د پاکستان په قبايلي سيمو کې د القاعده د پټنځايونو په اړه ډېره اندېښنه لري .

ويل کېږي بريد ته ټولې لارې وسله والو طالبانو تړلې دي .

دا په داسې حال کې ده چې له تېر يوه کال راهيسته د پاکستان پر شمالي او جنوبي وزيرستان د امريکا د بې پيلوټه الوتکو په بريدونو کې تر دوو سوو ډېر کسان وژل شوي دي .

د امريکا نوي ټاکل شوي ولسمشر باراک اوباما ويلي وو چې په افغانستان کې به د ترهګرۍ پروړاندې جګړه کې افغانستان ته ډېره پاملرنه وکړي او په دغه هېواد کې به د خپلو پوځيانو شمېر نژدې دوه برابره کړي، چې يوه اندازه يې دغه هېواد ته لېږل شوي هم دي .

د ويلو ده چې په دې وروستيو کې د افغانستان او پاکستان پر ګډه پوله په قبايلي سيمو کې د پاکستان له خوا هم پوځي عمليات ډېر شوي دي .

باراک اوباما اندېښمن دی، چې د پاکستان په قبايلي سيمو کې د القاعده ډلې خوندي پټنځايونه دي .

 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
بهرنۍ پاڼې
بي بي سي د بهرنيو اېنټرنېټ پاڼو د محتوا مسووليت په غاړه نه اخلي
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت