BBCPashto.com

11:19 گرينويچ 2009 ,12 فبروري

مصطفى سالک
له کابله

د ارواښاد گل پاچا الفت د زېږيدو سلمه کليزه

د پښتو ادب د نوميالي اديب،څيړونکي اوسياست پوه ارواښاد گل پاچا الفت د زېږيدو سلمه کليزه په لغمان ولايت کې ولمانځل شوه، چې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزير،او گڼو شاعرانو اديبانو په کې ونډه اخستې وه .

په همدې ترڅ کې په لغمان ولايت کې يوه څلور لارې او يو سړک د گل پاچا الفت په نوم ونومول شول،د غونډې په ترڅ کې د ارواښاد الفت په ژوند او اند رڼا واچول شوه او پر مزار يې د گلونو گيډۍ کيښودل شوي.

چې د سترو سخنورو تذکره وي
له خړ کڅ سره خيبر مخې ته راشي

هو گل پاچا الفت د ادب له هغو پنځو ستورو څخه دى چې د پښتو ادب پر هسک څرگند شول نو رڼا يې راتلونکو نسلونو ته د منزل لورى روښانه کړ،او د پښتو ادب په تشيال کې يې هغه سندرې خپرې کړې چې له څو پيړيو نه يې تشه احساسيده.

گل پاچا الفت هغه راز ادب نه دى پنځولى چې ځېنې رياليست ليکوالان يې ذهني عياشي بولي، د ويښ وجدان دغه خاوند د خپلې ټولنې په نبض گوتې کيښودې او د يوه حکيم په توگه يې ورته د ژوندانه نسخه وليکله .

د الفت ادب تش خيال نه دى بلکې د نړۍ د نامتو ليکوالانو په څېر ي فلسفې،ارواپوهنې،ټولنپوهنې او شعر شوخ رنگونه ورکړي دي،د الفت صيب نثر او نظم دواړه ادبي شهکارونه بلل کېږي،خو ډير يې نثر پياوړى بولي .

د کابل پوهنتون د ادبياتو د پوهنځي استاد اسمعيل يون وايي چې د ارواښاد الفت نثرونه د جوړښت او مانا له مخه لوړ ارزښت لري .

نوموړى وايي: ''لکه څنگه چې استاد الفت د پښتو له پنځو ادبي ستورو څخه دى ،همدغسې د نثر په ډگر کې هم لوى استاد دى،دده د نثر کمال او مهارت په دې کې دى چې عام او خاص يې په مانا پوهېږي، تکلف، تصنع، بې ځايه ابهام او پېچلتيا په کې نشته او لوستونکى يې په يو ځل لوستو سره د مانا تل ته ور ننوزي،يانې نثر يې له ډير قوت نه ساده شوى دى .
له همدې کبله يې عوام لولي او که خواص خوند ترې اخلي او په مانا يې پوهېږي،الفت صيب داسې جملي کاروي چې لنډې وي او له هر راز پېچلتيا نه ژغورل شوي وي''.

ښاغلى يون وايي چې الفت صيب له ټولنې ماورا الوت نه دى کړى له دې کبله يې خبرې د هر چا د زړه خبرې دي،د ښاغلي يون په باور الفت صيب په خپلو ليکنو کې مينې او عاطفې ته لوړ مقام ورکړى دى چې ان له وسلو او الوتکو نه يې هم ډير ارزښت ورکړى دى .

نوموړى د ليکوال هغې ليکنې ته اشاره وکړه چې وايي مقدوني سکندر د وسلو په مټ يو ښا ر ونيوه،غوښتل يې چې د ښار ټول خلک ووژني خو په يوې نازنينې ښکلې يې له کاڼې کلک زړه موم کړ ،وايي چې سکندر زړه بايلود نو بې زړه شو او بې زړه خلک جگړه نه کوي.

الفت صيب د پښتو شعر په ډگر کې هم لوى نوم دى،د ننگرهار پوهنتون د ادبياتو پوهنځي استاد محمد ابراهيم همکار چې د ارواښاد الفت د شاعرۍ په اړه يې څيړنه کړې ده وايي چې نوموړي په روايتي جام کې د ادب نوي شراب ډالۍ کړي دي.

نوموړي وويل '' ده د شعر ژبه دومره ساده کړې ده چې بايد نور ليکوالان يې پر پلۀ پل کيږدي،د ولس په ژبه غږيدلى خو په ډير مسلکي ډول،بله خبره داده چې په معنوي ډول په کلاسيک ادب کې مسايل بل راز و،د بيلگې په ډول د گل او بلبل افسانې يادولاى شو،خو ده د خپل عصر غوښتنې په پام کې نيولي دي او مناسبه ژبه يې ورته پيدا کړې ده ،په کلاسيک کې چې کوم فورمونه کارول شوي دي ده هم تر ډيره حده هماغه راخستي دي د بيلگې په ډول غزل ،قصيده،ترکيب بند،مخمس يادولاى شو.
يانې جام د کلاسيک ادب دى او مشروبات په کې د نوي عصر'' .

ارواښاد الفت گڼ څيړنيز اثار هم ليکلي دي،څيړونکى اديب حبيب الله افيع وايي چې نوموړى په دې برخه کې خپل سبک لري وايي د دوديزې څيړنې غوندې يې دقيق متنونه نه دي را اخستي او نه يې سر چينې په گوته کړي دي بلکې د څيړنيزو ارزښتونو شننه يې کړې ده .

ښاغلى رفيع وايي ''د الفت صيب څيړنيز اثار تر ډيره حده تحليلي اثار دي ،ده مراجعو او منابعو ته مراجعه کړې، خو لکه څنگه چې په څيړنو کې حوالې ورکول کيږي او دقيق متنونه يې اخستل کيږي ددې پر ځاى ده تحليل کړى دى، يانې د سرچينو په استناد يې تحليل کړى دى مثلا ملي قهرمان د خوشحال بابا د افکارو په باب يوه تحليلي څيړنه ده ،چې په دې کې يې د خوشحال بابا شعرونه راوړي دي ليکن په عين حال کې يې هغه تحليل کړي دي،او له خپل تحليل نه يې د خوشحال بابا څيره په کې راځلولې ده''.

الفت صيب په لسگونو منظوم او منثور اثار ليکلي دي چې د ځينو نومونه يې په دې ډول دي،غوره نثرونه،غوره شعرونه،عالي افکار،د ازادۍ پيغام،بله ډيوه،نوى سبک نوى ادب،ليکوالي- املا انشا او نور.

ارواښاد الفت په ١٢٨٨ لمريز کال د لغمان په کڅ کې مير سيد پاچا کره زېږېدلى و،زده کړې يې د ننگرهار او کابل په مدرسو کې تر سره کړې وې،شپږ ويشت کلن و چې په انيس اخبار کې د کاتب په توگه مقرر شو،او د پښتو ټولنې تر مشرۍ ورسيد،نوموړى د قبايلو د چارو مشر هم پاتې شوې و
نورې گڼې دندې يې هم تر سره کړې وې تر دې چې د شورا وکالت يې هم کړې .

گل پاچا الفت تر يوه ټولنيز، عارفانه،او شاعرانه ژوند وروسته په ١٣٥٦ لمريز کال کې وفات شو او د لغمان په کڅ کې د کابل-جلال اباد دلويې لارې پر غاړه خاور ته وسپارل شو.

پر گور يې نور شه.

دا هم د حسن اختتام په هيله د ارواښاد الفت د يوۀ نثر څو جملې:

بې گناه بندي

پريږدئ،پريږدئ دا بې گناه بندي پريږدئ!
مۀ ويريږئ دده په ازادولو کې هيڅ خوف او خطر نشته.
فساد او شرارت له ده څخه نه پيدا کيږي.
ددۀ بندي کول لويه گناه ده.
دى هغه يوسف دى چې د بې گناهۍ په سبب په زندان کې لويدلى.
ما خوب ليدلى چې دا بندي خلاصيږي او د سلطنت په کرسۍ کيني.
ښه فکر وکړئ دا بندي څوک دى؟
پس له ډيره فکره وايم،فکر دى،فکر.