|
کرزی: په راتلونکو ټول ټاکنو کې ګډون وکړئ
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
افغان ولسمشر له خپل ولس څخه وغوښتل چې د ولسمشرۍپه راتلونکو ټاکنو کې پراخه برخه واخلي او ټاکنو ته مشروعيت ورکړي .
ولسمشر حامد کرزى پرداسې مهال پر خپل ولس په ټاکنو کې د برخې اخيستو لپاره د کارتونو د اخيستو غږ کوي چې دغه بهير له څو ولسواليو پرته په نور ټول افغانستان کې بشپړه شوې ده . ټاکل شوې چې څه باندې پنځه مياشتې وروسته په افغانستان کې د ولسمشر کرزي په گډون گڼ افغانان د ولسمشرۍ په ټاکنو کې سيالي وکړي . د ولسمشر کرزي دغه ١٥ ورځنۍ راديويي وينا په افغانستان کې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د خپل ولس هڅو ولو ته ځانگړې شوې وه . خو د حامد کرزي لويه غوښتنه له خلکو دا وه چې په راتلونکو ټاکنو کې د گډون لپاره د نوم ليکنې کارتونه واخلي : ((هغه ځوانان چې اتلسو کلونو ته رسېدلي دي، نجونې دي که هلکان، په انتخاباتو کې د ګډون حق لري، د انتخاباتو د نوم ليکنې مرکزونو ته ورشي، خپل نومونه وليکي او په ټاکنو کې برخه واخلي . هغه خويندې او وروڼه چې پخوا يې کارتونه اخيستي، خو ترېنه ورک شوي، بايد د نوم ليکنې مرکزونو ته ورشي او کارتونه واخلي. زموږ هغه هېوادوال چې په ورستيو کې له نورو هېوادونو څخه راستانه شوي دي، په راتلونکو ټاکنو کې د دوی ګډون ډېر ډېر ضروري دی. ))
په داسې حال کې چې اوس له شاوخوا شلو ليرو پرتو سويلي او سويل لوېديځو ولسواليو پرته نو ر په ټوله افغانستان کې د نوم ليکنې بهير بشپړ شوى او د ټاکنو د کميسيون چارواکي وايي چې څه باندې څلور ميليونو نويو کارتونه يې ووېشل . خو ولسمشر کرزي له نوم ليکنې ور تېرېږي او ټينگار يې وکړ چې خلک دې په ټاکنو برخه واخلي او ټاکنو ته دې د ده په وينا قانونيت ورکړي : ((ستاسو رايې د هېواد مشر ټاکي او د هغه مشرۍ ته مشروعيت وربخښي، نو که موږ په راتلونکو ټاکنو کې برخه واخلو او خپل مشر وټاکو، هېواد ته راتلونکې نسبي سوله او امنيت به لا ټينګ شي. )) ښاغلي کرزي له ديني او قومي مشرانو وغوښتل چې خلک دې په ټاکنو کې برخې اخيستو ته وهڅوي . افغان ولسمشر پر امنيتي ځواکونو هم غږ وکړ چې د ټاکنو لپاره دې امنيتي حالات برابر کړي . خو د افغانستان په روانو حالاتو کې د نوم ليکنې بهير ته په کتو سره چې له دولتي سيمو څه نا څه ليرې کميسيون ونشو کولي چې دغه مرکزونه پرانيزي نو داسې ويل کېږي چې د ټاکنو ترسره کېدل به د دغه هېواد په يو شمېر سيمو کې له ستونزو خالي نه وي . بل پلوه د ټاکنو لپاره د نويو کانديدانو د را دبره کيدو لړۍ هم توده شوې او اوس تر لسو ډېر داسې کسان يادېږي چې د ولسمشر کرزي په خوا کې د ټاکنو سيالۍ ته ځانو نه چمتو کوي خو دغه شمېره به په همدې حالت پاتې نه شي . |
ورسره تړلي نور خبرونه
د هلمند په ځينو ولسوالۍ کې نوم ليکنه نه ده شوې 04 فبروري, 2009 | خبرونه
هلمند، ځينو ولسواليو کې نوم ليکنه نه ده پيل شوې22 جنوري, 2009 | خبرونه
افغانستان د نوم ليکنې لپاره کلينيکونه نه جوړوي11 جنوري, 2009 | افغانستان
فيفا: د نوم ليکنې په دويم پړاو کې سرغړونې شوې06 دسمبر, 2008 | خبرونه
د ولسمشرۍ لپاره د نوم ليکنې دويم پړاو05 نومبر, 2008 | خبرونه
د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره د نوم ليکنې بهير04 نومبر, 2008 | خبرونه
د ولسمشرۍ د ټاکنو عامه پوهاوى پيل شو22 سپتمبر, 2008 | خبرونه
افغانستان د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره تيارى نيسي02 جون, 2008 | خبرونه
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||