|
د واشنګټن درې اړخيزه غونډه پای ته ورسېده
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان، پاکستان او امريکايي چارواکو ترمنځ درې اړخيزې خبرې وشوې .
په واشنګټن کې د افغان، پاکستان او امريکا د بهرنيو چارو د وزيرانو ترمنځ درې اړخيزه غونډه په دې تړون پای ته رسېدلې ده چې درې واړه هېوادونه به پرله پسې درې اړخيزه غونډې کوي . له افغانستان څخه ورغلي پلاوي د پوليسو د ځواکمنېدا غوښتنه کړې ده او پاکستان غواړي چې د دوې پر خاوره دې د بې پيلوټه الوتکو بريدونه پای ته ورسېږي . په دغه غونډه کې د لوړې سطحې د اړيکو په رامنځ ته کېدا موافقه وشوه . د افغانستان او پاکستان دوو لوړپوړو پلاوو له امريکايي چارواکو سره په واشنګټن کې پر بېلابېلو موضوعګانو خبرې کړې دي . د افغانستان د بهرنيو چارو وزير رنګين دادفر سپنتا د امريکا د پرمختګ په نامه د امريکا د يوې څېړنيزې ډلې په غونډه کې د سپينې ماڼۍ له چارواکو سره د خپلو غونډو د پايلو په اړه خوشبيني څرګنده کړه . ښاغلي سپنتا وويل چې د سپينې ماڼۍ چارواکو هغه ټولې غوښتنې، چې د اورپکو د ځپلو په موخه يې وړاندې کړې وې، ومنلې . ده پر دې اړتيا ټينګار وکړ چې د امريکا په مشرۍ بهرني ځواکونه دې د افغان پوليسو او امنيتي ځواکونو په ځواکمنولو کې پانګونه وکړي . ښاغلي سپنتا دغه کار هم د پيسو او د خلکو د رايو لپاره ګټور وباله . ده همداراز ټينګار وکړ چې افغانستان تر عراق هم خطرناک او هم ګواښمن دی که څه هم دا خبره د سپينې ماڼۍ چارواکو څو ورځې وړاندې کړې وه . ده د سويلي اسيا لپاره د امريکايي چارواکو له خوا د ځانګړي استازي ريچرډ هولبروک ګومارنه، چې وايي يو تجربه کاره ديپلومات دی، يو پرځای کار وباله .
که څه هم د افغانستان په روانه جګړه کې د ولسي وګړو د وژل کېدو اندېښنې ورځ تر بلې ډېرېدونکې دي، خو ښاغلي سپنتا وويل چې په دې اړه يې له امريکايي چارواکو سره خبرې کړې دي، چې څنګه کېدای شي چې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې مخه ونيول شي . که څه هم په واشنګټن کې د درې اړخيزه غونډې اصلي خبرې نه دي په ډاګه شوې، هم د پنجشنبې په ورځ د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن وويل درې واړه هېوادونو منلې چې د سويلي اسيا د ناکراره حالت په اړه به نوبتي غونډې وکړي . ارمانونه، خطرونه او کارونه سره يو دي د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن وويل چې زموږ، پاکستان او افغانستان ارمانونه، خطرونه او کارونه سره يو دی . دې زياته کړه چې په راتلونکو اپرېل او مۍ مياشتو کې به ورته غونډې وکړي . د دې غونډې يو ګډونوال او د افغانستان د کورنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر وويل چې په دې غونډه کې د درې سرو هېوادونو اطلاعات شريکول د غونډې له مهمو موضوعګانو څخه وه : ((د افغان پوليسو او امنيتي ځواکونو د پياوړتيا مسله دېره مهمه وه او سربېره پردې تر ټولو مهمه موضوع دا وه چې موږ ټول په دې اړه موافقې ته سره ورسېدو، هغه دا وه چې بايد د هېوادونو اطلاعات سره شريک کړو او د دغو هېوادونو ترمنځ اعتماد بايد رامنځ ته شي .)) ښاغلی اتمر وايي موږ دوه ډوله غونډې درلودې يو د امريکا او افغانستان ترمنځ او بل د افغانستان، امريکا او پاکستان ترمنځ غونډې . د افغانستان د کورنيو چارو وزير وايي چې امريکايي چارواکو له افغان او پاکستاني چارواکو څخه د سويلي اسيا په اړه د نوې تګلارې په هکله د نظرياتو څرګندولو غوښتنه وکړه . |
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||