|
د هلمند په ځينو ولسوالۍ کې نوم ليکنه نه ده شوې
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسيون وايي چې لاهم د هلمند يو شمېر ولسواليو ته د نوم ليکنې ډلې نه دي تللي او په کندهار کې هم
د دوو ولسواليو وگړي په گاونډيو ولسواليو کې د ټاکنو کارتونه اخلي.
د افغانستان د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره چې ويل کېږي راتلونکى کال به وشي نوم ليکنه له تېرو څو مياشتو پيل شوې ده. په افغانستان کې د ولسمشرۍ د راتلونکي کال په ټاکنو کې د گډون لپاره د نوم ليکنې څلورم او وروستى پړاو له تېرو پنځلسو ورځو راهيسې په کندهار، هلمند، نيمروز او ارزگان ولايتونو کې پيل شوى دى. که څه هم د ټاکنو د خپلواک کميسيون چارواکي وايي چې تر دې مهاله په دغو نسبتا نا ارامو ولايتونو کې له سلو زرو ډېرو کسانو خپل نومونه ثبت کړي، خو د هغوى په وينا لا هم يو شمېر سيمې شته چې د نوم ليکنې ډلې نه شي ورتللاى. د ټاکنو کميسيون د دارالانشا مشر داود علي نجفي وايي چې د يادو شويو سيمو خلک تل غوښتنه کوي چې په ټاکنو کې د گډون کارتونه ترلاسه کړي:
(( په باغران، نوزاد، واشېر، خانشين او ديشو ولسواليو حکومت کنټرول نه لري خو خلک يې له موږ نه غواړي چې هلته د نوم ليکنې ډلې ورواستوو، موږ له ډېرې مودې راهيسې له امنيتي ځواکونو سره په تماس کې يو چې هلته د نوم ليکنې لړۍ پيل کړو، خو تر دې مهاله نه يو بريالي شوي. " د دې ترڅنگ ښاغلى نجفي وايي چې د کندهار په غورک او ميانشين ولسواليو کې هم د نوم ليکنې مرکزونه نه دي پرانيستل شوي او ددغو سيمو خلک ميوند او شاولي کوټ ولسواليو ته د نومونو د ليکلو لپاره ځي. د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسيون څو ورځې وړاندې خبر ورکړ چې د ولسمشرۍ ټاکنې به د راتلونکي کال په زمري مياشت کې کېږي. ددغه کميسيون چارواکي وايي که څه هم په هلمند کې دا مهال د يو شمېر ولسواليو خلک د ټاکنو کارتونه نه شي اخيستلاى، خو د ټاکنو د نېټې تر رارسېدو به دغې ستونزې ته د حل کومه لاره پيدا کوي. هلمند د افغانستان يو له نا ارامو ولايتونو څخه دى چې ويل کېږي اوس يې هم يو شمېر برخې حکومت ضد جنگيالي اداره کوي. |
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||