13:00 گرينويچ 2009 ,14 جنوري
هدايت الله هميم
بي بي سي پښتو ټکی کام
په افغانستان کې د کريکټ چارواکي وايي دا د افغانستان د کريکټ ملي لوبډلې لپاره ښه فرصت دی چې په 2011 کال کې د نړيوالو اتلوليو ته لاره ومومي .
تر دې وړاندې د افغانستان دکريکټ ملي لوبډله د اسيايي لوبو په سياليو کې ښه ځلېدلې ده او له ځانه سره يې برياوې راوړې دي .
ټاکل شوې ده چې د کريکټ په نړيوالو سياليو کې د افغانستان، هانګ کانګ، يوګندا، ارجنټاين، پي ان جي او جزاير ټاپو د کريکټ لوبډلې ولوبېږي .
د افغانستان د کريکټ ملي لوبډلې چارواکي وايي د کريکټ دغه سيالۍ افغان لوبغاړو ته ښه فرصت ورکوي، چې د 2011 کال نړيوالو اتلوليو ته لاره ومومي .
د افغانستان د کريکټ لوبډلې مشر الله داد نوري په کابل کې يوې خبري ناستې ته ووويل دا چې د کريکټ ملي لوبډلې افغانستان ته ډېر وياړونه راوړل، خو د افغان چارواکو له خوا د کريکټ لوبډلې اسانتياوو ته چندانې پاملرنه نه ده شوې .
ښاغلي نوري وويل چې د افغانستان د کريکټ ملي لوبډلې د کريکټ د اسيايي او نړيوالې شورا په مرسته د پاکستان په لاهور ښار کې د خپل روزونکي کبير خان تر څارنې لاندې دوه اوونۍ تمرينونه وکړل .
الله داد نوري وويل چې د ارجنټاين سياليو ته يې 14 لوبغاړي غوره کړي او له دوی سره به دی په خپله، يو ډاکټر او د ډلې روزونکی کبيرخان هم ملګري وي .
ټاکل شوې ده چې د افغانستان د کريکټ ملي لوبډله به د روانۍ جنورۍ مياشتې پر 24 په ارجنټاين کې لومړی د يوګندا له لوبډلې سره سيالي وکړي .
افغان کريکټ ملي لوبډله به د جنورۍ پر 25 له هانګ کانګ، په 27 له ارجنټاين، 28 له پي ان جي او 30 د کيمان له ټاپو سره سيالي وکړي او دغه لوبې به د جنورۍ پر 31 پای ته ورسېږي .
تر دې وړاندې هم تېرکال د برتانيا په نيوجرسي ټاپو، تنزانيا، کويت، کولالامپور او ماليزيا کې د افغانستان د کريکټ ملي لوبډله د کريکټ د نړيوالې شورا د څلورم پړاو په سياليو کې ښه ځلېدلې ده او برياوې يې له ځانه سره راوړې دي .
که افغانستان د درېيم پړاو پاى لوبې ته لاره پيدا کړي، د غوراوي هغه لومړي پړاو ته به لاره ومومي چې ١٢ هېوادونه په کې ګډون لري چې په پای کې به څلور بريالۍ ډلې د 2011 کال نړيوالو اتلوليو ته غوره کېږي .
په افغانستان کې د کريکټ لوبه اوږد تاريخ نه لري، خو د کډوالۍ پرمهال يو شمېر افغانان په ګاونډي هېواد پاکستان کې له دغې لوبې سره اشنايي پيدا کړې ده .