BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 02:18 گرينويچ 2009 ,29 جنوري
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
پوليس: تورخم کې مو چاودېدونکي توکي نيولي
 

 
 
تورخم
که څه هم چارواکو دا نه دي ويلي چې ياد شوي سلگونه کيلو گرامه توکي له کومه ځايه هلته راوړل شوي و، خو ټينگار کوي چې له دغو توکو په ترهگريزو چارو کې گټه اخيستل کېده.
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي چې په ختيځ ولايت ننگرهار کې يې سلگونه کيلوگرامه چاودېدونکي توکي نيولي دي.

د چارواکو په وينا ياد شوي ١٠٠٠ کيلوگرامه چاودېدونکي توکي په سرحدي ښارگوټي تورخم کې نيول شوي دي.

ويل کېږي توکي په ٢٠ بوجيو کې ځاى پرځاى شوي و او له يوه موټره تر لاسه شوي دي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې له نوموړو توکو سره يې يو تن هم نيولى دى.

که څه هم چارواکو دا نه دي ويلي چې ياد شوي سلگونه کيلو گرامه توکي له کومه ځايه هلته راوړل شوي و، خو ټينگار کوي چې له دغو توکو په ترهگريزو چارو کې گټه اخيستل کېده.

کورنيو چارو وزارت ددې ترڅنگ په کابل او بغلان ولايتونو کې هم د يو شمېر چاودېدونکو توکو د نيولو خبر ورکړى دى.

له دغه وزارت نه په خپره شوې يوه اعلاميه کې راغلي چې د بغلان په اندراب ولسوالۍ کې يې ١٧ د توغندي، ٣٤ د بي ام يو، ٢٣ د ټانگ ضد توغندي او داسې نورو وسلو مرمۍ او تر دېرشو کړيو ډېر ماينونه نيولي دي.

همدارنگه په پغمان ولسوالۍ کې هم پوليس وايي چې تروتيل ډوله چاودېدونکي توکي يې ددغې ولسوالۍ په کنجک سيمه کې نيولي دي.

د يادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې امنيتي ځواکونو په پغمان ولسوالۍ کې د داسې کسانو د نيولو خبره کړې وه چې شک پرې کېږي پر کابل ښار يې د توغنديو په توغولو کې لاس درلود.

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت