BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 04:47 گرينويچ 2009 ,24 جنوري
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
وزيرستان: د امريکا بريد ١٢ وژلي
 
وزيرستان
دا د باراک اوباما د واکمنۍ پرمهال پر وزيرستان د امريکايي بې پيلوټه الوتکې لومړی بريد دی.

د پاکستان امنيتي چارواکي وايي چې د افغانستان پولې ته څېرمه په شمالي وزيرستان کې د امريکا بې پيلوټه الوتکې په دوو بريدونو کې د څلورو عربانو په ګډون دوولس کسان وژل شوي دي .

دا د امريکا د نوي ولسمشر باراک اوباما په واکمنۍ کې لومړی بريد دی .

رپوټونه وايي لومړی بريد په مير علي سيمه کې د يوه قبايلي مشر پر کور شوی او اووه کسان په کې وژل شوي دي .

پاکستاني چارواکو ويلي څو ساعته وروسته دويم بريد د جنوبي وزيرستان له واڼه ښار څخه درې کيلومتره ليرې د ګنجي خېلو په سيمو کې پر يوه کور شوی او پنځه کسان په کې وژل شوي دي .

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان ته د ناټو عمومي منشي ياپ دي هوپ شفر پاکستان ته په سفر تللی دی .

د پاکستان لومړي وزير يوسف رضا ګيلاني څو مياشتې وړاندې هيله ښوولې وه چې د امريکا نوی ولسمشر باراک اوباما به له لوړې وروسته د پاکستان پر قبايلي سيمو د بې پيلوټه الوتکو توغنديز بريدونه بندوي .

تر دې وړاندې په تېر دسمبر مياشت کې پرشمالي وزيرستان د امريکا بې پيلوټه الوتکې تر بريد وروسته ځايي طالبانو امريکا ته د جاسوسۍ په تور تر ١٥ ډېر کسان ووژل .

طالبانو ويلي چې دوی په وزيرستان کې امريکا ته د جاسوسانو شبکه کمزورې کړې ده .

 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت