BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 00:14 گرينويچ 2009 ,22 جنوري
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
هلمند، ځينو ولسواليو کې نوم ليکنه نه ده پيل شوې
 

 
 
افغان ټاکنې
د ټاکنو د خپلواک کميسيون چارواکي وايي چې هيله لري د نوم ليکنې په وروستي پړاو کې چې په کندهار، هلمند، نىمروز او ارزگان ولايتونو کې پيل شوى تر دريو سوو زرو خلک خپل نومونه ثبت کړي.
د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کميسيون چارواکي وايي چې د هلمند ولايت پر يو شمېر ولسواليو حکومت کنټرول نه لري او کارکوونکي يې نه شي ورتللاى.

دا په داسې حال کې ده چې د هلمند په گډون د سوېل په څلورو نسبتا نا رامو ولايتونو کې له تېرې سه شنبې( د جنوري٢١مه) نه په ټاکنو کې د گډون لپاره نوم ليکنه پيل شوې ده.

چارواکي وايي چې دا به په افغانستان کې د ولسمشرۍ د راتلونکي کال په ټاکنو کې د گډون لپاره د نوم ليکنې وروستى پړاو وي.

وړاندې تر دې د افغانستان په دېرشو ولايتونو کې څه باندې درې ميليونو وگړو په دريو پړاوونو کې خپل نومونه ثبت کړي وو.

د ټاکنو د خپلواک کميسيون چارواکي وايي چې هيله لري د نوم ليکنې په وروستي پړاو کې چې په کندهار، هلمند، نىمروز او ارزگان ولايتونو کې پيل شوى تر دريو سوو زرو خلک خپل نومونه ثبت کړي.

د دغه کميسيون د دارلانشا مشر داود علي نجفي وايي چې تر دې مهاله په يادو شويو څلورو ولايتونو کې د نوم ليکنې لړۍ ښه پرمخ روانه ده، خو د هغه په وينا لا هم د هلمند په يو شمېر ولسواليو کې د نومونو ليکل نه دي پيل شوي.

" موږ چې کومه ستونزه په هلمند ولايت کې لرو هغه داده چې د درې څلورو ولسواليو کنټرول د دولت په لاس کې نه دى، خو د هغو سيمو خلک موږ ته راځي او غوښتنه کوي چې د نوم ليکنې ډلې ور واستوو، د ټاکنو کميسيون پر دغې غوښتنې جدي سوچ کوي."

له دې سره سره چې ويل کېږي وړاندې تر دې طالبانو په يادو شويو سيمو کې د نوم ليکنې د مخنيوي گواښ کړى و، خو د ټاکنو د کميسيون چارواکي وايي خلکو ورسره ژمنه کړې چې د نوم ليکنې د لړۍ ملاتړ به کوي.

هغوى همدارنگه وايي چې د نوم ليکنې د مرکزونو امنيت هم د پوليسو لخوا نيول شوى دى.

څو اوونۍ وړاندې داسې رپوټونه خپاره شول چې په کندهار کې د نوم ليکنې يو مرکز د طالبانو لخوا سوځول شوى و.

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت