BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 07:52 گرينويچ 2009 ,14 جنوري
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
پاکستان په خيبر ايجنسۍ کې بيا عمليات پيل کړل
 

 
 
090114_hf-torkham-closed
پاکستاني چارواکو ويلي چې د تېرې يکشنبې په ورځ يې په خيبر ايجنسۍ کې څلور اورپکي نيولي، چې د دوی په وينا د افغانستان د کونړ اوسېدونکي دي.
د پاکستان د سرحدي پولې (تورخم- لنډي کوتل) امنيتي چارواکو ويلي چې په لنډي کوتل کې يې د اورپکو د ځپلو په موخه نن سهار (چهارشنبه، د جنوري ١٤) پوځي عمليات پيل کړي او د تورخم- جلال اباد لاره د څو ساعتونولپاره تړل شوې وه، چې بېرته پرانيستل شوه .

د لنډي کوتل يوه امنيتي چارواکي خبري رسنيو ته ويلي چې په دغو سيمو کې ګرځبنديز هم لګول شوی دی .

پاکستاني چارواکو ويلي چې د تورخم – جلال اباد لويه لاره يې افغانستان ته د ناټو او امريکايي ځواکونو د اکمالاتي توکيو پرمخ بېرته پرانيستله .

په خيبر ايجنسۍ کې يوه چارواکي طارق حيات ويلي چې د پاکستان امنيتي ځواکونو دغه لاره د څو ساعتونو لپاره تړلې وه او اوس د ناټو د اکمالاتي لاريو پرمخ پرانيستل شوې ده .
دا په داسې حال کې ده چې د تېرې شنبې په ورځ پاکستاني ځواکونو په خيبر ايجنسۍ کې څلور اورپکي ونيول، چې د دوی په وينا افغانان دي .

دوی وايي چې دغه کسان د ختيځ کونړ ولايت اوسېدونکي دي .

د دوی نومونه سلطان ښايسته جان، سخي جان، حسن او احمد ښودل شوي دي .

همدارنګه په خيبر ايجنسۍ کې د پاکستان پوځ ادعا کړې وه، چې د تېرې يکشنبې په ورځ يې څلوېښت اورپکي ووژل او يو شمېر نور يې ټپيان کړل .

دوی ادعا کوله چې له افغانستان له لوري په قبايلي سيمو کې د بريدونو لپاره شاوخوا 600 اورپکي راوښتي و .

تر دې وړاندې هم په دغو سيمو کې پاکستاني پوځ د اورپکو د ځپلو په موخه دوه ځلې عمليات پيل کړي وو او د پېښور - تورخم لاره د ترافيکو پرمخ تړل شوې وه .

د پاکستان امنيتي ځواکونو ويلي اوسمهال پوله تړل شوې او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د موټرو او خلکو تګ راتګ درول شوی دی .

يوې بلې سرچينې بيا ويلي ښايي چې نن ماسپښين به د تور خم دروازه پرانيستل شي، خو د عملياتو د پای ته رسېدو په اړه يې له څه ويلو ډډه کړې ده .

پاکستاني پوځيان
پاکستاني پوځيانو د تېر دسمبر په وروستيو کې هم په خيبرايجنسۍ کې د دوو قبايلي مشرانو کورونه په دې تور سوځولي وو، چې ګني اورپکو ته يې سرپناه ورکړې وه.

تر دې وړاندې د دسمبر پر اوومه گڼ شمېر په وسلو ښه سمبال کسانو له پېښوره د باندې شاوخوا ١٠٠ هغه لارۍ وسوځولې چې په افغانستان کې يې د ناټو ځواکونو ته توکي لېږدول .

تورخم د پاکستان او افغانستان هغه ګډه سرحدي لويه لاره ده چې هره ورځ زرګونه افغانان او نور مسافر له پولې دېخوا او هاخوا اوړي .

سربېره پر دې، افغانستان کې مېشتو بهرنيو ځواکونو ته اکمالاتي توکي او خوراکي توکي هم له دې لارې افغانستان ته راوړل کېږي .

د افغانستان له لوري بيا مېوه پاکستان ته له دې لارې صادرېږي .

پاکستان د ګلبدين حکمتيار ورور خوشی کړ

تېره ورځ (سه شنبه، د مرغومي 24) د پاکستان يوې امنيتي سرچينې اعلان وکړ چې د حزب اسلامي د مشر انجنير ګلبدين حکمتيار ورور شهاب الدين يې خوشی کړی دی .

د ښاغلي شهاب الدين زوی صلاح الدين هم منلې ده چې پلار يې راخوشی شوی او روغ رمټ کور ته رسېدلی دی .

شهاب الدين شاوخوا پنځه مياشتې وړاندې د پېښور په تهکال سيمه کې د پاکستان امنيتي سرچينو ونيوه، خو نه يې د نيولواو نه هم د بېرته خوشي کولو لامل په ډاګه شوی دی .

 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت