|
په ترافيکي پېښه کې درې کسان ووژل شول
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د سروبي د روغتون امر ډاکټر حزب الله بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته د تيلې فون پر کرښه وويل د سروبي په وريښمين تنګي کې د موټرو
د ټکر له امله درې کسان وژل شوي، چې دوه يې ښځې او يو نارينه دی او دوه نور په کې ټپيان شوي دي .
پېښه د وريښمين تنګي (استقام پول) سيمې ته څېرمه شوې ده . ډاکټر حزب الله وويل چې د وژل شويو کسانو ګاډی له جلال اباده کابل ته روان و چې له بل کوچني ګاډي سره ټکر شو. نوموړي وويل دغه پېښه نن (چهارشنبه، د مرغومي 25) شاوخوا يوولس بجې وشوه . دی وايي پېښه د دوو کوچنيو ګاډو د ټکر له امله رامنځ ته شوې ده . د سروبي روغتون امر زياتوي چې ټپيان يې سربېرن تداوي کړي او د نورې درملنې لپاره يې کابل ته استولي دي . د تېر کال په اکتوبر مياشت کې د افغانستان په شمالي بغلان ولايت کې د يوه مسافر وړونکي بس او باروړونکي موټرد ټکر له امله 27 کسان ووژل شول. تر هغې وړاندې د مۍ په مياشت کې په بدخشان ولايت کې هم د يوې ترافيکي پېښې له امله 14 کسان وژل شوي وو. |
ورسره تړلي نور خبرونه
په دوو جلاترافيکي پېښو کې ٢٦ افغانان وژل شوي06 اکتوبر, 2008 | خبرونه
د نورستان والي په ترافيکي پېښه کې ومړ05 سپتمبر, 2008 | خبرونه
د زابل په ترافيکي پېښه کې اووه کسان ووژل شول 24 جون, 2008 | خبرونه
د ترافيکي پېښې له امله ١٤ کسان مړه شول28 مۍ, 2008 | خبرونه
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||