BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 14:21 گرينويچ 2009 ,14 جنوري
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
عظيمي: سږکال به خپل ځواکونه پياوړي کړو
 

 
 
جنرال ظاهر عظيمي
د افغانستان د دفاع وزارت وايي روان کال به د تېر په څېر په دغه هېواد کې خونړى کال وي او د مخالفينو د بريدونو کچه به راټيټه نه شي .
د افغانستان د دفاع وزارت وايي سره له دې چې کېداى شي روان ميلادي کال د تېر په څېر د پوځي عملياتو او د اورپکو د فعاليت له اړخه خونړى کال وي، خو دوى به سږ کال پياوړي وي .

د افغانستان د دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي وايي سږ کال به نه يوازې د بهرنيو او افغان ځواکونو شمېر ډېرشي، بلکې د پاکستان او نړيوالې ټولنې له لوري به د ترهگرۍ پر اصلي سرچينو هم فشار ډېر شي.

ښاغلى عظيمي وايي چې سږ کال به اورپکي هڅه وکړي چې د ځانمرگيو او غلچکيو بريدونو له لارې افغانستان نړيوالو ته د تېر په څېر نارامه وښيي.

سره له دې چې په افغانستان کې تېر ميلادي کال د پوځي عملياتو، بريدونواو چاودونو له اړخه تر ټولو خونړى کال بلل شوى، خو چارواکي وايي چې ترڅنگ يې ځينې لاسته راوړنې هم لرلې .

د ملي پوځ د شمېر ډېرول، د هوايي ځواک سمبالول، د کابل او سلام آباد ترمنځ د اړيکو غوړېدل هغه څه دي چې افغان چارواکي يې د اورپکو پرضد جگړې کې د پام وړ لاسته راوړنې گڼي .

افغان ملي پوځ
افغان چارواکي د ناټو له غړو هېوادونو نه د ځينو نورو هغو ترڅنگ د ملي پوځ لپاره د نورو تجهيزاتو او اوږد مهالو مرستو غوښتنه کوي .

خو له دغو ټولو هغو سره سره افغان چارواکي روان ميلادي کال د تاوتريخوالي ډک کال گڼي .

د افغانستان د دفاع وزارت وايي روان کال به د تېر په څېر په دغه هېواد کې خونړى کال وي او د مخالفينو د بريدونو کچه به راټيټه نه شي .

افغان چارواکي وايي چې اورپکي به د بمي چاودنو، ځانمرگيو او د غلچکي بريدونو له لارې هڅه وکړي چې نړيوالو ته د افغانستان وضعه کړکېچنه وښيي.

خو د افغانستان د دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي په دې باور دى چې سږ کال به دوى ډېر پياوړي وي .

افغانستان کې ولسي خلک د ډال په توګه کارول کېږي

سرچينې وايي چې د تېر ميلادي کال په اوږدو کې د بهرنيو ځواکونو او د حکومت د مخالفينو په بريدونو کې ډېره مرگ ژوبله ولسي وگړو ته اوښتې ده.

په افغانستان کې مېشت بهرني ځواکونه ادعا کوي چې اورپکي له ولسي خلکو د ډال په توگه کار اخلي خو طالبانو بيا دغه تورونه رد کړي دي.

په پام کې ده د راتلونکي ميلادي مياشتې په لومړيو کې په بوداپست کې د ناټو سرمشريزه غونډه جوړه شي.

په دغې غونډې کې د افغانستان د روانو حالاتو ارزونه او د ترهگرۍ پرضد د جگړې څرنگوالى د ناټو د مشرانو د بحت مهمه موضوع گڼل کېږي .

افغان چارواکي د ناټو له غړو هېوادونو نه د ځينو نورو هغو ترڅنگ د ملي پوځ لپاره د نورو تجهيزاتو او اوږد مهالو مرستو غوښتنه کوي .

په افغانستان کې د امريکا په مشرۍ د ترهگر پر ضد له جگړې شاوخوا اته کاله تېرېږي، خو تر اوسه نه يوازې چې په دغه هېواد کې روانه جگړه پاى ته رسېدلې، بلکې د هرکال په تېرېدو يې لمنه نور هم پراخه شوې ده .

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت